ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنيت يو کار کوونکى او ١٢ وسلوال طالبان ووژل شول

3 Jul 2012 - 11:12
3 Jul 2012 - 11:12

ترينکوټ (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د اروزګان د مرکز اړوند د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي او په لوګر کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوى او يو ټپي دى.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال ګلاب خان د چنګاښ په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ترينکوټ اړوند د زرافشان په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال د ايساف ځواکونو چورلکو پر وسلوالو طالبانو بريد وکړ او ياده مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده سيمه کې وسلوالو طالبانو غونډه درلوده او پر امنيتي پوستو يې د بريدونو پلان جوړاوه، چې د يو راپور له مخې يې پرې عمليات وکړل.

ګلاب خان وايي، چې په دې پېښه کې افغان او بهرنيو ځواکونو او دغه راز ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د لوګر په مرکز پل علم کې وسلوالو طالبانو د ملي امنيت يو کارکوونکى وژلى او يو يې ټپي کړى دى.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د چنګاښ په ١٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته شاوخوا اوه نيمې بجې دوه وسلوال پر موټرسايکلونو راغلل او د ملي امنيت دوه کارکوونکي چې بازار ته په سودا پسې وتلي وو، ډزې وکړې، يو يې وواژه او بل ټپي شو.

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو د ملي امنيت د کارکوونکو رينجر موټر له ځان سره بيولى دى.

د لوګر د ملي امنيت يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دوى يو کارمند وژل شوى او بل ټپي دى.

د هغه په وينا، د ټپي حالت ډېر خراب دى او په کوما حالت کې دى.

نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د دوى يو رينجر موټر هم له ځان سره بيولى او دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د پل علم ښار يو اوسېدونکى حسيب الله پژواک اژانس ته وويل، دوى وليدل چې دوه وسلوال پر موټرسايکلونو سپاره راغلل او د ملي امنيت پر کارکوونکو يې ډزې وکړې.

د ده په خبره: ((د ملي امنيت کارکوونکو له يوې قصابۍ څخه غوښه اخيسته، چې له ډزو وروسته دواړه پر ځمکه پرېوتل او وسلوالو د هغوى رينجر موټر هم بوتلو.))

نوموړي اندېښنه وښوده، چې په دې وروستيو کې د لوګر په مرکز کې امنيتي حالت خورا خراب شوى او ټول خلک په وېره کې دي.

وسلوال طالبان هم په لوګر کې د دوى له خوا د ملي امنيت د دوو کار کوونکو وژل تاييدوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو د لوګر په پل علم ښار کې د ملي امنيت دوه کار کوونکي وژلي او رينجر موټر يې هم ترې بيولى دى.

د يادونې ده، چې تېره ورځ ماسپښين مهال هم په پل علم کې د ولايت مقام ته څېرمه د يوې چاودنې له امله د ملي اردو يو سرتېرى او دوه ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version