لښکرګاه (پژواک ٢٣ لړم ٩٠): د هلمند د ولايت مقام وايي، چې وسلوالو مخالفينو په ګرمسېر ولسوالۍ کې يو قومي مشر وژلى دى.
د ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر له خوا د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وژل شوى قومي مشر حاجي عبدالله خان نومېده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې نوموړى پرون د ګرمسېر ولسوالۍ د بينادر په سيمه كې شاوخوا ١١بجې د وسلوالو مخالفينو له خوا وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى قومي مشر په سيمه کې يو مخور سړى و او تل يې د سولې د ټينګښت په برخه كې هلې ځلې كولې.
د هلمند د ولايت مقام د ياد قومي مشر وژنه په كلكه غندي، د ده كورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د ډاډېينې مراتب وړاندې كوي او په دغه غم كې ځان شريك بولي.
په خبرپاڼه کې ښکل شوي، چې د حاجي عبدالله خان د وژلو په تور څلور تنه تر اوسه نيول شوي او تر پوښتنو لاندې دي.
د يوه بل خبر له مخې، په همدې ورځ د نوموړې ولسوالۍ د ميان پشتې په سيمه كې د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان او د هغه يو ملګرى د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د هلمند ولايت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي قوماندان د ګرمسېر ولسوالۍ په ګڼو وسلوالو بريدونو او ماين چاودنو کې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن