لښکرګاه (پژواک ٦ غويى ٩١): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو مخالفينو يو قومي مشر له خپل اته کلن زوى سره وژلى دى.
د والي وياند داوود احمدي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى قومي مشر حاجي محمدشاه خان د ګرمسېر ولسوالۍ دكوچني درويشان د سيمې اوسېدونكى و.
هغه زياته کړه، چې نوموړى تېره شپه د وسلوالو مخالفينو له خوا په داسې حال کې ووژل شو، چې پخ خپل کور کې له خپلې کورنۍ سره په ډوډۍ خوړلو بوخت و.
احمدي وايي، چې له نوموړي سره د هغه اته کلن کشر زوى هم په دغه بريد کې وژل شوى دى.
د والي وياند وويل، چې حاجي محمدشاه خان له دولت سره هېڅ ډول اړيكې نه درلودې د سيمې يو مخور او قومي مشر و او تل يې د سيمې د خير ښېګڼې لپاره هلې ځلې كولې او د قومي شخړو په هوارولو كې يې اغېزناك رول درلود.
احمدي وايي د هلمند د ولايت مقام دغه عمل په سختو ټكو غندي، د ده په وژنه ژوره خواشيني څرګندوي، له كورنۍ او خواخوږوسره يې په دغه غم كې ځان شريك بولي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د دغه ولايت په نادعلي، ګرشک، موسى کلا او سنګين ولسواليو کې قومي مشران او د ټولنيزو شوراګانو غړي وژل شوي دي.
څلور مياشتې مخکې د موسى کلا ولسوالۍ د ټولنيزې شورا رييس او قومي مشر له خپل زوې سره وژل شوى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن