ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې يو قومي مشر ووژل شو

په اروزګان کې يو قومي مشر ووژل شو

author avatar
15 May 2012 - 17:27
په اروزګان کې يو قومي مشر ووژل شو
author avatar
15 May 2012 - 17:27

ترينکوټ (پژواک ۲٦ غويى ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د ناپېژانده وسلوالو له خوا د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ يو قومي مشر ووژل شو، خو بلخوا يې وسلوالو طالبانو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان عمرخان د غويي په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جيلاني په نوم يو قومي مشر له خپل کلي د ولسوالۍ بازار ته پر لاره وو، چې پټ مخو وسلوالو وواژه.

د هغه په وينا، د قومي مشر زوى په دې پېښه کې ټپي شوى او دغه مهال د اروزګان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.

نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه د دغې وژنې عاملين نه دي نيول شوي، خو وژل شوي قومي مشر کومه رسمي يا دولتي دنده نه درلوده، يوازې د سيمې قومي مشر و.

طالب وياند قاري يوسف احمدي د قومي مشر جيلاني د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى او زياتوي، چې ياد کس يې له دولت سره د همکارۍ په تور وژلى دى.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.