ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې عالي شورا په دې شورا کې د بدلونونو د غوښتنې هرکلى وکړ

19 Nov 2011 - 18:22
19 Nov 2011 - 18:22

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٠): د سولې عالي شورا د دوديزې لويې جرګې د هغه وړانديز څخه ملاتړ وکړ، چې په دې شورا کې د ځينو بدلونونو غوښتنه په کې شوې ده.

امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو په اړه د مشورې ورکولو په موخه دوديزه لويه جرګه، چې د لړم په ٢٥مه، په کابل کې د شاوخوا دوو زرو کسانو په ګډون پيل شوې وه، نن د لړم په ٢٨مه، مازيګر مهال د قطعنامې په لوستلو او د ولسمشر حامد کرزي په وينا پاى ته ورسېده.

د دې جرګې په پرېکړه ليک کې دغه راز غوښتنه شوې، چې د سولې عالي شورا په ميکانېزم، مشرتابه او د غړو په شمېر کې دې بدلونونه راوستل شي.

د سولې د عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد د دويزې لويې جرګې له پرېکړه ليک څخه وروسته پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى د اصلاح غوښتونکي دي.

نوموړي زياته کړه: ((هر هغه کار چې د سولې د اغېزمنتوب په موخه ترسره کېږي، دوى يې ملاتړ او هرکلى کوي.))

مولوي شاهد وايي، دوى په دې باور دي، چې د سولې په ميکانېزم کې بدلون راشي او دا به د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره ګټه ور کار وي.

د هغه په وينا، د سولې پروسه سسته روانه ده او په دې پروسه کې نويو بدلونونو ته اړتيا ليدل کېږي، چې ورسره به دغه پروسه ګړندۍ شي.

نوموړي زياته کړه، چې سوله رښتينې اړتيا ده، افغانان او نړيواله ټولنه دواړه يې غواړي.

د دوديزې لويې جرګې په ٧٦ ماده ييزه پرېکړه ليک کې، دغه راز په هېواد کې د سولې د پروسې او د استاد رباني د وژنې د پلټنې په اړه ټينګار شوى دى، چې افغانستان بايد د سولې د عالي شورا د رييس استاد رباني د وژنې په اړه د حقيقت موندنې يو پلاوى پاکستان ته واستوي، هغه هېواد بايد په دې اړه همکاري وکړي. پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپل پاليسي بدله او د سولې د پروسې لپاره رښتينې همکاري وکړي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version