ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بن کنفرانس ته له پکتيا ولايت څخه پر ټاکل شويو استازو نيوکه وشوه

22 Nov 2011 - 16:24
22 Nov 2011 - 16:24

ګردېز (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ۹۰): په ګردېز کې د پکتيا د مدني ټولنو ګډې جرګې، چې د ۳۵ مدني ټولنو له استازو جوړه شوې وه، د بن دويم کنفرانس ته د دغه ولايت د مدني ټولنو پر استازيتوب پر ټاکل شويو دوو کسانو نيوکه وکړه.

 د پکتيا د مدني ټولنو د ګډې جرګې وياند لمر نيازي په دې خبري ناسته کې وويل، چې دا ټاکل شوي کسان د مدني ټولنو غړي نه، بلکې د انجيوګانو کارکوونکي دي.

 د اوښتون کولتوري ټولنې مشر محمدنعيم احمدزي پژواک ته وويل، په هغه ليست کې، چې په ګردېز کې د يوې معتبرې سرچينې څخه   دوى ترلاسه کړى دى ، د دغه ولايت د مدني ټولنو پر استازيتوب د بن دويم کنفرانس ته ډاکتر نيازمحمد مندوزی او خديجه وردګ د استازو په توګه ټاکل شوي دي.

  ټاکل شوې، چې د بن دويم کنفرانس د راتلونکې ډسمبر مياشتې په ٥مه د المان په بن ښار کې جوړ شي.

 نيازي له نړيوالې ټولنې، افغان دولت او د بن کنفرانس له سمبالوونکو وغوښتل، چې کنفرانس بايد په سمبوليک ډول نه وي او د روابطو له مخې بايد خلک ور ونه بلل شي.

 هغه وويل، چې دغه کنفرانس ته بايد د وړتيا له مخې او د مدني ټولنو په خوښه کسان وټاکل شي.

 د هغه په وينا، د پکتيا د مدني ټولنو ګډه جرګه د دغو کسانو پر ټاکنه ناخوښه ده.

 ده وويل: ((دغه کسان زموږ غوښتنې سمې نه شي ترسيمولای او نه هم زموږ ستونزې په هغه ډول وړاندې کولای شي، څرنګه چې يې د دې سيمې اوسېدونکي او د مدني ټولنې فعالان وړاندې کولای شي.))

 په پکتيا کې د مدني ټولنې يوه فعال نيازالله اصيل پژواک اژانس ته وويل، چې له دوى او د دغه ولايت له ټولو مدني ټولنو سره د دغو کسانو په ټاکل کېدو کې مشوره نه ده شوې.

 دی وايي: ((ډاکتر نيازمحمد مندوزی خو موږ پېژنو، که د مدني ټولنو فعال نه دی، په انجيوګانو کې خوکار کوي، خو خديجه وردګ په دې سيمه پورې هېڅ ډول تړاو نه لري او نه د دې سيمې استازيتوب کولای شي.))

  د لويې پکتيا د فرهنګي ټولنې مسوول سيدجمال اصفخېل هم پژواک ته وويل، دوى له نړيوالې ټولنې غواړي، چې دغه ټاکل شوي استازي بدل کړي.

 ده وويل، چې دولت او نړيواله ټولنه د مدني ټولنې د فعاليتونو په اړه په پکتيا کې له دغو مدني ټولنو  مرسته غواړي، خو بيا نړيوالو کنفرانسونو ته د دوى په استازيتوب د نورو ولايتونو کسان ټاکل کېږي.

  د ناستي په پاى کې د پکتيا د مدني ټولنې ګډې جرګې خپل څو ماده ييز پرېکړه ليک په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو سياسي څانګې يوناما او بشر د حقونو او د ولايت ادارې ته په رسمي ډول وسپاره.

 

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version