بن (پژواک ۱۰ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د دولت په استازیتوب ۱۳ ښځې د بن په دویم نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي او یوه ښځه د مدني ټولنو استازيتوب کوي.
د بن د دویم کنفرانس یوه اسانچاري ، چې د نوم د څرګندولو څخه يې ډډه کوله د لیندۍ په ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، دوی داسې اطلاع تر لاسه کړې چې، د افغانستان حکومت د ښځینه استازو ليست له ۱۳ څخه شپږو ته کم کړي او غواړي چې، د ۷ ښځو پرځای هم نارينه چارواکي راوليږي.
دغه راپور تر اوسه د افغان حکومت لخوا نه دی تائيد شوی.
په هغه لیست کې ،چې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړی د کابيني درې ښځینه غړې ،چې په هغې کې د کار او ټولنيزو چارو وزیره آمنه افضلي ، د ښځوچارو سرپرسته وزیره حسن بانو عضنفر او د روغتیا سرپرسته وزیره ډاکتر ثریا دلیل نومونه شامل دي.
دغه لیست چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا د پژواک خبري اژانس سره شریک کړی ، دبشری حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې ډاکټر سیما ثمر، د بهرنیو چارو وزارت دبشري حقونو او د ښځو د چارو د رئیسې اصیلا وردګ او د ولسمشر د دفتر دمرستیالې حميرا لودین نومونه په کې شامل دي.
د ملکي خدماتو د کمېسیون سلاکاره راحله هاشم دراني ،د بلخ د ښخو د چارو رئیسه فريبا مجید او د اروزګان د پوهنې د چارو سلاکاره تاجور کاکړ هم په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
په دغه کنفرانس کې به د ولسي جرګې له غړو چې، د ولسي جرګې د لیندۍ په دوهمه د عمومي غونډې د پرېکړې پر اساس د پچې اچونې له لارې ټاکل شوي وو ،دغزني استازې شاه ګل رضايي او د کوچيانو استازې پروين درانۍ ګډون وکړي ،خو په د بدخشان استازې فوزیه کوفی نوم هم په لیست کې لیدل کېږي.
په دغه غونډه کې د مشرانو جرګې په استازيتوب صدیقه بلخي ګډون کوي.
د افغانستان د مدني ټولنې ٣۴ استازي پر خپلو غوښتنو د غور په موخه چې ددسمبر په دويمه او درېيمه نېټه په بن کې کومه غونډه لري ، سيلۍ غفاري به يې په استازوب د بن په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د افغان حکومت کاري ډله چې د بېلابېلو وزارتونو له استازو جوړه ده، دبن کنفرانس پر اجنډا د بحث په موخه المان ته رسیدلی ده.
موسى زي زیاته کړه چې ياده شوې کاري ډله به د افغانستان لپاره د بن په دويم نړيوال کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره د کنفرانس پر اجنډا او د هغه سند پر منځپانګې خبرې وکړي، چې ټاکل شوې ده د دې کنفرانس په پاى کې تصويب شي.
له دویم بن کنفرانس په حاشيه کې چې کومې غونډې روانې دي د هغو لپاره هم په لسګونو ښځینه فعالانې بلل شوي دي.
د افغانستان د مدني ټولنې استازي چې د دسمبر په دويمه او درېيمه نيټه په بن کې کومه غونډه لري له ٣۴ تنو څخه يې ۱۶ ښځې دي.
د پاملرنې نړیوالی مرستندویه موسسې له خوا د افغان ښځو د شبکې لس ښځې بلل شوي ، چې د دویم بن کنفرانس په ورځ به د ښځو پریکړه لیک د یو مطبوعاتي کنفرانس کې له رسنیو سره شريک کړي.
ټاکل شوې ، چې د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د جرمني په بن ښار کې دافغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي او په کې د شاوخوا سلو هېوادونواو نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.
په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، دافغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريواو د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.
د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ ترړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن