ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بن ښځينه ګډونوالې: د افغانستان عدلي سيستم فاسد او ډير ضعيف دى

5 Dec 2011 - 10:15
5 Dec 2011 - 10:15

بن (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠): په دويم بُن کنفرانس کې د مدني ټولنې ښځينه استازې وايي، چې د افغانستان قضايي سيستم فاسد او ډېر کمزورى دى.

د مدني ټولنې ښځينه استازې، د (ښځو حقونه او سوله د افغانستان لپاره) په غونډه کې د افغانستان په عدلي سيستم باندې نيوکه وکړه او هغه يې فاسد او ډېر ضعيف وباله.

سيلۍ غفار، چې د مدني ټونې په استازيتوب به د بن په دويم کنفرانس ګډون وکړي، تېره ورځ (د ليندۍ ١٣ مه) په بن کې د (ښځو حقونه او سوله د افغانستان لپاره) تر نوم لاندې غونډه کې وويل: ((موږ فاسد او ډېر ضعيف عدلي سيستم لرو او ښځو ته په عدلي او قضايي ارګانونو کې ارزښت نه ورکول کېږي.))

د دې غونډې موخه، چې يو شمېر اروپايي مېرمنو هم په کې برخه لرله، دا وه، تر څو افغان مېرمنې د بُن کانفرانس له ګډونوالو سره د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره خپلې موخې او تګلارې شريکې کړي.

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو لپاره د مرستې رسونې موسسې مشره سيلۍ د همدې غونډې يوه بله ګډونواله ده، چې وايي، د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي قانون نه پلى کېږي.

نوموړې د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې بهير روڼ ونه باله او نيوکه يې وکړه، چې په د غه بهير کې افغان مېرمنو ته پوره ونډه نه ورکول کېږي.

دې وويل، دا موضوع به د بن په دويم کنفزانس کې راپورته کړي.

بايد وويل شي، چې د سولې په ٧٠ کسيزه عالي شورا کې ۹ مېرمنې غړيتوب لري، چې د سولې په ۲۸ کمېټو کې د يوې مشري يې يوه مېرمن کوي.

سېلۍ غفاري وويل، امنيتي ستونزو د افغان ښځو پر ژوند ناوړه اغېز کړى او هغه نجونې چې ښوونځيو ته ځي، پرې تېزاب شيندل کېږي او يا هم تښتول کېږي.

دې وويل، د امنيت د نشتوالې له امله خپلو حقونو ته د ښځو لاسرسۍ کم شوی او د ښځو ګډون په سياسي، ټولنيزه، اقتصادي او د روزنې په برخو کې کم شوی دی.

د افغان ښځو لپاره د بشري حقونو د موسسې (THRA) د روزنې مشر روشان سيران وويل، چې د مدني ټولنو ښځينه استازو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بانکي مون سره کتلي او هغه ورته ډاډ ورکړی، چې د افغان ښځو له حقونو به دفاع کوي.

سيران پر نړيوالو غږ وکړ، چې د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو اقتصادي بنديزونه ولګوي، تر څو په افغانستان کې د ترهرګرۍ له ملاتړ څخه لاس واخلي.

ده وويل، ټولنيز عدالت بايد د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو قرباني نه شي.

په پام کې ده، چې د بُن دويم کنفرانس نن په خپل کار پيل وکړي، چې په کې شاوخوا د سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

په دغه کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو؛ د دغه کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې، په افغانستان کې لنډمهال او انتقالي حکومتونه رامنځته او اساسي قانون جوړ شو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version