ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني : په بن کانفرانس کې له نړیوالو افغانستان سره داوږود مهاله همکاریو ژمنې ترلاسه کیږي

2 Dec 2011 - 23:25
2 Dec 2011 - 23:25

بن ( پژواک ، ۱۱ لیندۍ ۹۰ ) : جرمني وایي چې له بن کانفرانس څخه موخه داده چې  له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته افغانستان سره داوږود مهاله همکاریو لپاره له نړیوالې ټولنې ژمنې ترلاسه شي.

ټاکل شوې ده چې دافغانستان په اړه د جرمني په بن ښار کې د لیندۍ په ۱۴مه، نړیوال کانفرانس جوړ شي چې پکې د شاوخوا ۱۰۰  هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت لخوا دلیندۍ په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هیواد یې د یوه باثباته افغانستان غوښتونکی دی، ترڅو دغه هیواد یو ځل بیا د نړيوالې ترهګرۍ ځاله او خوندي ځای ونه ګرځي.

سرچینې د جرمني د بهرنیو چارو دوزیر ګیاډو ویسټرویل له خولې لیکلي : (( جرمني په راتلونکي کې د یوه خوندي ، غني اوکامیابه افغانستان غوښتونکی دی.))

هغه زیاته کړې چې په ۲۰۰۱ کال کې په بن کې له ترسره شوي کانفرانس څخه لس کاله وروسته داوسني بون کانفرانس هدف دادی چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته چې ټاکل شوې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځی، له دې هیواد سره اوږود مهاله همکاریو ژمنې ترسره کول دی.))

 په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په افغانستان کې  دوامداره پرمختګ او ثبات د افغانانو تر رهبرۍ لاندې د سولې پروسې پورې تړاو لري او دغې پروسې سره باید دسیمې او نړیوالۍ ټولنې ملاتړ یو ځای وي.

دغه راز ویاند زیاته کړې چې ښه حکومتداري او د بشري حقوقو ته درناوی هم دافغانستان دپرمختګ لپاره اړین دي.

سرچینې زیاته کړه چې د بن په کانفرانس کې به درې کلیدي شیان په ایجنډا کې شامله وي، لومړی تر ۲۰۱۴ کاله پورې افغان ځواکونو ته د امنیت دلیږد دپروسې ملکي برخه، دویم، په افغانستان کې سیاسي پروسه، او له ۲۰۱۴ کاله وروسته افغانستان سره د نړیوالې ټولنې اوږود مهاله ژمنې.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د بن په کانفرانس کې به له سلو څخه دزیاتو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي سره راټولیږي او له ۲۰۱۴ کاله وروسته به افغانستان سره د اوږودمهاله همکاریو لپاره خپل نظرونه شریکوي.

د سرچینې دمعلوماتو له مخې په افغانستان کې سیاسي ، اقتصادي  او ټولنیز پرمختګ اړتیا لري چې په ښې حکومتدارۍ کې هم پرمختګ وشي، قانوني پلی شي او داداري فساد پر ضد مبارزه زیاته شي.

جرمني وایي چې دافغانستان او نړیوالي ټولنې ترمنځ په دې خبرې موافقه شوې چې په دې هیواد کې د افغانانو په مشرۍ کې دسولې سیاسي پروسه کولي شي په افغانستان کې دوامداره ثبات رامنځته کړي او د بن کانفرانس به دغه پروسه نوره هم تشویقوي.

 د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د بن کانفرانس په داسې حال کې ترسره کیږي چې افغانستان ځواکونود امنیت دمسوولیتونو دلیږد دپروسې لومړی کال بشپړیږي، دا پروسه پیل شوې او په ښه توګه روانه ده، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو دوتلو د لړۍ لومړی پړاو هم پیل شوی  او دسولې او پخلاینې پروسه هم روانه ده.

 جرمني ویلي چې له خپلو افغان همکارانو سره په یو ځای یې په بن کانفرانس کې دافغانستان مدني ټولنې رایوځای کړي دي او د کانفرانس په لومړۍ ورځ به دمدني ټولنو دوه ډلې په دې کانفرانس کې ګډون کوي او خپل نظرونه به ګډونوالو سره شریکوي.

د دویم بن کنفرانس په حاشيه کې ، د افغانستان د مدني ټولنې ۳۴ استازي د دسمبر په دويمه او درېيمه نيټه او د افغان ښځو د شبکې ۱۰ ښځينه غړي هم غونډي لري .

  د دسمبر مياشتې په ۵مه نيټه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس جوړ یږي چې  په کې شاوخوا د سلو هیوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون کوي.

 په دې کنفرانس کې به افغانانو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد پر پروسې، د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو، سيمه ييزو همکاريو او د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د روغې جوړې په اړه خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version