ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بُن اعلاميه : له ٢٠١٤ وروسته، تر يوې لسيزې افغانستان نړيوالو مرستو ته اړتيا لري

5 Dec 2011 - 23:06
5 Dec 2011 - 23:06

بن ( پژواک ١٤ ليندۍ ٩٠ ) : د بُن د دويم کانفرانس په پاى کې په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې افغانستان له ٢٠١٤ کاله وروسته هم تر يوې لسيزې پورې  دنړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري.

د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون نن ترسره شو.

دې کانفرانس ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزى، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د جرمني چانسلره انګيلا مرکل ، د جرمني د بهرنيو چارو وزير او دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ويناې وکړې.

ددې کانفرانس په پاى کې يوه ٣٣ ماده ييزه ګډه اعلاميه خپره شوه چې پکې يادونه شوې، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به هم افغانستان تر يوې لسيزې پورې د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري.

 په اعلاميه کې دغې لسيزې ته د ( تبديلۍ) لسيزه ويل شوې ده او زياته شوې چې افغانستان به په دې لسيزه خپله خپلواکي پياوړى کړى شي .

د بُن ددويم کانفرانس په اعلاميه کې د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر ايران او پاکستان  د مېشتو افغان کډوالو دفشار يادونه هم شوې  او دا منل شوي چې د کډوالو له امله پر دې هېوادونو ډېر بوج راغلى دى.

په اعلاميه کې راغلي دي چې لس کاله مخکې د بُن له لومړۍ غونډې وروسته تر اوسه پورې په افغانستان کې ډېر پرمختګ شوى او ډېرې لاسته راوړنې هم شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، په افغانستان کې دالقاعدې فعاليتونه کم شوي، او دافغانستان امنيتي ادارې پياوړې شوي دي .

خو په اعلاميه کې داهم ويل شوي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ او نشه يي توکيو پر ضد جنګ اوس هم روان دى.

په اعلاميه کې ترهګري د افغانستان د ثبات او امنيت لپاره مهمه ننګونه ګڼل شوې او زياته شوې چې ترهګري نه يواځې دافغانستان بلکې د سيمې او ټولې نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.

په دې اعلاميه کې ژمنه شوې چې نړيواله ټولنه به اجازه ورنکړ چې افغانستان به يو ځل بيا د نړيوال تروريزم په مرکز بدل شي .

په اعلاميه کې راغلي دي چې نړيوالې ټولنه به له دې وروسته هم په افغانستان کې خپلو مسووليتونو ته تر بشپړولو پورې ادامه ورکوي.

د بن کانفرانس په پاى کې په خپره شوې خبرپاڼه کې زياته شوې چې نړيواله ټولنه به د افغان ملي ځواکونو روزنې او تجهيز ته تر هغې ادامه ورکوي، چې دوى پخپلو پښو ودريږي.

په دې اعلاميه کې دافغانستان حکومت ژمنه کړې چې که له دوى سره د نړيوالې ټولنې مرسته اوملاتړ وي نو دوى به د اداري فساد پر ضد خپله مبارزه نوره هم سخته کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې افغان حکومت دا ژمنه ورکړې چې د قانون پلي کولو او ښځو حقوقو لپاره به هم نور اقدامات کوي.

په دې اعلاميه کې نړيوالې ټولنې هم ژمنه کړې چې دوى به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي څو افغان حکومت وکولى شي خپل ولس ته ښه حکومتداري، او خدمتونه وړاندې کړى شي .

د بن دويم کانفرانس په پاى کې په خپره شوې اعلاميه کې دافغانستان اوسنى حالت ډاډمن ګرځول شوى او زياته شوې چې که افغان حکومت ښه حکومتداري رامنځته کړي، نو نړيواله ټولنه به يې نوره مرسته او ملاتړ هم وکړي.

په دې اعلاميه کې چې له نړيوالې ټولنې سره په کومو ګډو همکاري زور راوړل شوى، په هغې کې دافغان لوري لخوا ښه حکومتداري رامنځته کول، امنيت، دسولې پروسه، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د سيمييزو همکاريو ژمنه شوې  ده.

له دې مخکې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي دې کانفرانس پخپلې وينا کې وويل چې دوى له نړيوالې ټولنې اوږود مهاله مرستو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه چې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له ٢٠١٤ زيږديز کال وروسته چې نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

کرزي وويل : (( موږ نه غواړو چې پر نړيوالې ټولنې پرله پسې توګه يو بوج واوسو، خو کم تر کمه تر راتلونکو لسو کلونو پورې مرستې ته اړتيا لرو.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن کلنټن پخپلو خبرو کې وويل چې په دې لس کلن سفر کې هېواد يې دافغانستان همسفر دى او مرستو ته به ادامه ورکوي.  

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version