ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا ضعيف: د بن کانفرانس به دطالبانو له شتون سره ډېر اغېزمن و

5 Dec 2011 - 22:04
5 Dec 2011 - 22:04

کابل (پژواک،١٤قوس ٩٠) : په پاکستان کې د طالبانو دواکمنۍ پر مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي ، چې که په بن کانفرانس کې طالبانو ګډون کړى و، نو ښې پايلې به يې درلودې.

نوموړي دغه څرګندونې د ليندۍ په ١٤مه، په داسې حال کې پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړ، چې نن په بن کې دافغانستان په اړه نړيوال کانفرانس ترسره شو.

د افغانستان لپاره د بُن دويم نړيوال کنفرانس د ۸۵ هېوادونو او ۱۶ نړيوالو موسسو د شاوخوا ١٠٠٠ استازو په ګډون نن ترسره شو.

دې کانفرانس ته د افغانستان ولسمشر حامد کرزى، د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د جرمني چانسلره انګيلا مرکل ، د جرمني د بهرنيو چارو وزير او دافغانستان د بهرنيو چارو وزير ويناې وکړې.

 ملا عبدالسلام ضعيف دافغانستان په اړه د بُن دويم کانفرانس تر لومړي جلا وباله او ويې ويل چې لس کاله مخکې د بُن په لومړي کانفرانس کې خلا ځکه موجوده وه، چې هغه مهال د هېواوالو ډېرو  استازو پکې ګډون نه درلود.

 د هغه په وينا، دلومړي بن کانفرانس پرېکړې تپل شوې وې، چې له امله يې يو تپل شوى حکومت رامنځته شو.

ملا ضعيف وايي : (( د لومړي بُن کانفرانس د تېروتتنو جبران افغانانو لپاره ستونزمنه وه، او ددې لامل شو چې په هېواد کې ستونزې او شخړې رامنځته شي. ))

 د بُن لومړۍ کانفرانس په ١٣٨٠ لمريز کال وروسته له هغه جوړ شو، چې دامريکالخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ړنګ شو.

ددغه کانفرانس د پرېکړو له مخې په افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ موقت انتقال حکومت رامنځته شو او اساسي قانون جوړ شو.

ملا عبدالسلام ضعيف د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د پاکستان لخوا امريکا ته وسپارل شو او بيا دامريکا په ګوانتانامو زندان کې بندي و، نوموړى په ٢٠٠٥ زېږديز کال کې له زندانه خوشې او په کابل کې يې ژوند خپل کړ.

هغه  د بُن په دويم کانفرانس کې د افغانستان د پلاوي په اړه وايي چې دپلاوى د افغانستان يو څه استازيتوب کولى شي، خو د ټولو  واقعي افغانانو استازيتوب نه شي کولى.))

ملا ضعيف په بن کانفرانس کې د وسلوالو طالبانو د نه ګډون په اړه وايي چې داسې ډېرې موانعې شتون درلود، چې طالبان ونه شي کړى په دې کانفرانس کې ګډون ونه کړي.

د نوموړي په وينا، يو له دې موانعو څخه دا، چې افغان پلاوى به دحکومت تر سيوري لاندې ګډون کوي ، دا په داسې حال کې  چې طالبان اوسنى افغان حکومت په رسميت نه پېژني.

ديادونې وړ ده چې وسلوالو طالبانو هم ديوې اعلاميې په خپرولو د بن کانفرانس تحريم کړى او پکې يې د نه ګډون اعلان کړى و.

 دطالبانو پخوانى سفير په بُن کانفرانس کې د طالبانو د نه ګډون دويم مانع داسې په ګوته کوي.  : (( طالبان مشخص ادرس نه لري او تر اوسه هغوى سره سياسي تګ راتګ هم نه دى رامنځته شوى. ))

د هغه په وينا، که چېرې دا موانعې نه واى، امکان و، چې طالبانو په دې کانفرانس کې ګډون کړي واى.

ملا ضعيف زياتوي چې که طالبانو په دې کانفرانس کې ګډون کړى واى، نو کيداى شواى چې ډېرې ښې  او مثبتې پايلې يې درلودى.

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version