ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني ټولنې بن کنفرانس ته خپل دوه استازي وټاکل

23 Nov 2011 - 17:09
23 Nov 2011 - 17:09

کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٠): مدني ټولنې، بن کنفرانس ته د خپلو دوو استازو نومونه په ډاګه کړل او وايي چې په دې کنفرانس کې به له نړيوالې ټولنې وغواړي، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره د سيمې پر لاسوهونکو ځواکونو سياسي فشار راوړي.

 د افغانستان د مدني ټولنې غړو نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې عبدالباري سلام او سيلۍ غفاري يې د دې ټولنې د استازو په توګه ټاکلي، ترڅو د افغانستان په اړه د بن په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

 ټاکل شوې ده، چې د بن دويم نړيوال کنفرانس د راتلونکې زېږديزې مياشتې په دويمه نېټه د المان په بن ښار کې جوړ شي.

 د افغانستان د مدني ټولنې غړو، ياد شوى کنفرانس د افغانستان د دولت او نړيوالو مرسته کوونکو لپاره يوه ښه موکه وبلله، ترڅو د غوره حکومتدارۍ، د قانون حاکميت، پرمختګ او د سولې او عدالت د تامين پر خپلو شويو هڅو د ښه والي په موخه بيا کتنه وکړي.

 په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د شويو پرمختګونو ساتنه او دوام، د ديموکراتيکو بنسټونو پياوړي کول، له فساد سره مبارزه، بشري حقونو ته درناوى او له قانون څخه د تېښتې او معافيت فرهنګ ختمول، هغه څه دي چې دا ټولنه به يې د بن په کنفرانس کې غوښتنه وکړي.

 له نړيوالې ټولنې د افغانستان د مدني ټولنې د غوښتنو په اړه د دې ټولنې غړي عبدالباري سلام وويل، چې په دې هېواد کې د يوې سياسي حل لارې د رامنځ ته کېدو تر وخته دې نړيواله ټولنه په افغانستان کې پاتې شي.

 هغه وويل: ((په سيمه ييزه او نړيواله کچه د افغانستان ستونزه بايد له نظره ليرې ونه ساتل شي او د بهرنيو ريښو په له منځه وړلو سره دې نړيواله ټولنه  د نظامي، سياسي او اقتصادي فشار په اچولو د افغانستان له دولت سره مرسته وکړي.))

 سلام وايي، په ياد شوي کنفرانس کې به وغواړي، چې په افغانستان کې له ملکي تلفاتو په جدي توګه مخنيوى وشي او له بلې خوا مغرض او بنسټپال ځواکونه ترې سياسي ګټه پورته نه کړي.

 سلام ټينګار وکړ، چې مدني ټولنه د افغان دولت له مخالفينو سره د سولې هڅې اړينې بولي او د دې پروسې ملاتړ کوي؛ خو زياتوي چې بشري ارزښتونه، د ښځو حقونه، اساسي او مدني ازادي بايد د دې پروسې قرباني نه شي.

 سلام زياته کړه: ((د سولې او پخلاينې لپاره هلې ځلې له مدني او بشري حقونو سره په همغږۍ داسې تنظيم شي، چې د افغانستان دولت په روښانه توګه او عملي ميکانيزم د دوست او دښمن په تمييز سره خپله کاري طرحه جوړه کړي.))

 همداراز د مدني ټولنې بل غړي هوسۍ وردګ وويل، د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونه هيله لري، چې د بن کنفرانس په افغانستان کې د پرمختګونو نوى پيل وي او هغه څه چې په تېرو لسو کلونو کې نه دي ترسره شوي، ورته پاملرنه وشي.

 وردګ يادونه وکړه، چې د بن تر کنفرانس د مخه به د افغانستان د مدني ټولنې ٣٢ استازي پر خپلو غوښتنو د غور په موخه د راتلونکې مياشتې په دويمه او درېيمه نېټه په المان کې غونډه ولري.

 هغې په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version