ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د المانو د بهرنيو چارو وزير: د افغان مدني ټولنې د غوښتنو ملاتړ کوو

4 Dec 2011 - 18:14
4 Dec 2011 - 18:14

بن (پژواک ۱۳ ليندۍ ٩٠): د افغانستان او المان د بهرنيو چارو وزيرانو په جرمني کې د افغانستان د مدني ټولنې د دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې د دې ټولنې له غوښتنو ملاتړ څرګند کړ.

د بن د دويم کنفرانس په درشل کې د افغانستان د مدني ټولنې ۳۴ استازي د بن په ښار کي له تېرو دوو ورځو راهيسې په خبرو بوخت وو، ترڅو د بن راروان کنفرانس ته خپل وړانديزونه په ډاګه کړي.

يادې شوې غونډې ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول او د هغه الماني سيال، ګيدو ويسترويله په خپله وينا کې د دې ټولنې له غوښتنو ملاتړ وکړ.

د المان د بهرنيو چارو وزير د مدني ټولنې فعاليتونه د قناعت وړ وبلل او دوی ته يې ډاډ ورکړ، چې نړيواله ټولنه به بيا افغانستان يواځې نه پرېږدي او له دې هېواد سره به په بېلا بېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.

ويستر ويله وويل: ((موږ د افغانستان په تاريخ کې يوه نوي پړاو ته داخلېږو، ځکه نو نړيواله ټولنه افغانستان ته يو روښانه پيغام لري او هغه دا چې موږ تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم تاسو يواځې نه پرېږدو.))

 ده په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو په چارو کې پرمختګونه د قناعت وړ وبلل او ويې ويل، چې نړيواله ټولنه به په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول، د افغانستان پرمختګ له مدني ټولنو سره تړلى وباله او د دې ټولنې له استازو يې وغوښتل، چې د سولې او پرمختګ په برخه کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.

رسول، د افغانستان د مدني ټولنې غوښتنې جدي وبللې او زياته يې کړه، چې له مشورو څخه به يې د افغانستان حکومت ګټه واخلي.

زلمي رسول  له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې تر دې وروسته، له افغانستان سره د يوه خپلواک او ملي اقتصاد لرونکي هېواد په توګه مرستې وکړي.

د افغانستان د مدني ټولنې استازو د غونډې په پاى کې، په يوه خبري کنفرانس کې د بن کنفرانس له ګډونوالو په افغانستان کې د امنيت د لېږد بهير، د سولې له پروسې او له هېواد سره د نړيوالو د  اوږد مهاله مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي عبدالباري سلام وويل، چې هېواد يې په تېرو لسو کلونو کې ډېرې لاس ته راوړنې لري؛ خو لا هم د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا شته.

سلام وويل، چې په افغانستان کې د امنيت د لېږد بهير بايد د دغه هېواد د شرايطو په پام کې نيولو سره او په تدريجي ډول پلى شي او د دې ترڅنګ، نړيواله ټولنه بايد افغان ځواکونه وروزي او هغوى تجهيز کړي.

سلام وويل، چې په افغانستان کې له ملکي تلفاتو په جدي توګه بايد مخنيوى وشي، ترڅو مغرض او بنسټپاله ډلې ترې سياسي ګټه پورته نه کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې استازو د غونډې پر لومړۍ ورځ  اندېښنه وښووله، چې په  ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان يو ځل بيا د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي.

دغو استازو همداراز له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د سولې د بهير په پلي کولو سره د تېرو لسو کلونو لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د مدني ټولنې د استازو د غونډې پر لومړۍ ورځ، افغانستان او پاکستان ته د المان ځانګړي استازي، ميشايل شټاينر وويل، چې د بن په کنفرانس کې به نړۍ له افغانستان سره د لسو نورو کلونو له پاره خپلې ژمنې تازه کړي.

شټاينر زياته کړه: ((رښتيا خبره دا ده چې نړيوالې ټولنې لس کاله مخکې داسې ماموريت پيل نه کړ، چې هغه به نيمګړی پرېږدي.))

شټاينر ټينګار وکړ، چې د تېر په څېر به افغانستان يواځې پرې نږدي؛ خو زياته يې کړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته نړيواله ټولنه قانع کوونکو دلايلو ته اړتيا لري، ترڅو خپل پارلمانونه او خلک  قانع کړي، چې لا هم افغانستان د دوى مرستو ته اړتيا لري.

د شټاينر په خبره، که نړيواله ټولنه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، نو د افغانستان حکومت بايد د حکومتدارۍ په برخه کي اصلاحات راولي، د خلکو غوښتنو ته ځواب ورکړي او دا چې افغانان هم بايد په دغه بهير کې له خپل حکومت سره مرستې وکړي.

ټاکل شوې ده، سبا د افغانستان په اړه د بن نړيوال کنفرانس پيل شي، چې د شاوخوا ١٠٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون ولري.

په دې کنفرانس کې به  افغانانو ته د مسووليتونو پر لېږد، له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان پر اوږدمهالې او سيمه ييزې همکارۍ او د افغان دولت له مخالفينو سره د سولې پر روانې پروسې خبرې وشي.

 د افغانستان لپاره د بن لومړى نړيوال کنفرانس د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته په ١٣٨٠لمريز کال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې جوړ شو. د دې کنفرانس د پرېکړو په رڼا کې په افغانستان کې موقت او انتقالي حکومتونه رامنځ ته او اساسي قانون جوړ شو.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version