ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وسله والو طالبانو يوه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه

27 Nov 2011 - 19:47
27 Nov 2011 - 19:47

هرات ښار (پژواک ٦ ليندۍ ٩٠): په هرات کې د سولې عالي شورا ولايتي کمېټه وايي، د وسله والو طالبانو يوه ١٢ کسيزه ډله چې د دې ولايت په سوېل ختيځ کې يې فعاليت درلود، د ملي امنيت په مرسته د سولې له پروسې سره يوځاى شوه.

په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي غلام سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد شوي طالبان چې د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د هرات د ملي امنيت رياست ته د وسلو او مهماتو په سپارلو سره يې له دولت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغه وويل: ((وروسته له دې چې جوته شوه، ياد شوي کسان د طالبانو غړي دي، د سولې له پروسې سره د هغوى د يوځاى کېدو غوښتنه تاييد شوه او هغوى د سيمې د خلکو په مرسته او د ملي امنيت له لارې په رسمي ډول د سولې له بهير سره يوځاى شول.))

د هرات د ملي امنيت يوه خبرپاڼه پژواک ته هم په لاس ورغلې چې کاږي، د يادې شوې ډلې مشري د ملا عبدالسلام دلاور په غاړه وه، چې اووه کلاشينکوفونه، يو راکټ لانچر او يوه  اندازه مهمات يې دې ادارې ته سپارلي دي.

د هرات ملي امنيت د دې ډلې د فعاليتونو سيمې د پښتون زرغون، ادرسکن او ګذرې ولسواليو ځينې کلي ښودلي دي.

د دې ډلې يو تن  ٣٠ کلن عبدالصمد وويل، چې شاوخوا يوکال پخوا له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوى و.

هغه وويل: ((په دې پوه شوم چې وسله وال مخالفت او جګړه د هېواد له لا ناامنۍ او ويجاړۍ نه پرته بله نتيجه نه لري، نو له دې امله د سولې له بهير سره يوځاى شوم، څو يو ارامه ژوند ولرم.))

عبدالصمد زياته کړه چې له دولت څخه غواړي، څو د ادرسکن ولسوالۍ د ښې پراختيا لپاره د بيارغونې بنسټيزې پروژې په کار واچوي، چې خلکو ته د کار په رامنځ ته کولو سره، دولت سره د ډېرې همکارۍ او د امنيت ټينګښت ته لاره هواره شي.

په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مشر مولوي غلام سرور وويل، چې د دې ډلې ټول کسان د سولې د عالي شورا له کاري پروګرام سره سم تر پوښښ لاندې راځي او له مرستو څخه به برخمن شي.

د هغه په وينا، د ياد شوي پروګرام له مخې به د دې ډلې قوماندان ته ٣٠زره افغانۍ او هر يو تن ته به يې ١٥زره افغانۍ ورکړل شي.

هغه شمېرې چې د هرات والي داوود شاه صبا له لوري درې مياشتې وړاندې اعلان شوې، دا ښيي چې له ١٠٠٠ تر  ١٢٠٠ کسانو پورې د دولت وسله وال مخالفين په ٥٥ وړو او سترو ګروپونو کې، چې يو شمېر يې د نورو ولايتونو اړوند دي، د هرات په بېلا بېلو سيمو په ځانګړې توګه د دې ولايت په ختيځ کې فعاليت کوي.

خو په هرات کې د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې مسوول وويل، چې درې مياشتې وړاندې د وسله والو طالبانو ١٢ ډلې چې کابو ١٢٠ کسان په کې شامل وو، د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.

مولوي سرور په هرات کې د سولې بهير بريالى بولي او وايي، چې دمګړۍ زياتو مخالفو وسله والو ډلو په ځانګړې توګه طالبانو چمتووالى ښودلى دى، څو د سولې له بهير سره يوځاى شي.

خو هغه وويل، له دې امله چې په يادو شويو ډلو کې ځينې د هرات اړوند نه دي، په هرات کې د سولې د عالي شورا ولايتي کمېټه نه ده توانېدلې، څو هغوى جذب کړي.

د هرات د سولې د عالي شورا د ولايتي کمېټې د مشر په وينا، دا ډلې بايد په خپلو ولايتونو کې د سولې د عالي شورا د نمايندګيو له خوا د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version