ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه وسله وال طالبان ووژل شول او اوه نور نيول شوي

1 Dec 2011 - 15:47
1 Dec 2011 - 15:47

ښرنه-لښکرګاه (پژواک ١٠ لېندۍ ٩٠): افغان او بهرني ځواکونه وايي، چې په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې يې د ګډو عملياتو پر مهال دوه وسله وال طالبان وژلي او اوه نور يې ژوندي نيولي دي.

د پکتيکا د والي وياند افغان مخلص نن (د لېندۍ ١٠مه) پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د دغه ولايت د مرکز ښرنې اړوند د خواجه خېلو په سيمه کې افغان او بهرنيو ځواکونو عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې دوه وسله وال طالبان د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې له وسله والو طالبانو څخه څلور موټرسايکلونه، دوه ماين ريموټ کنټرولونه او يو سراچه موټر هم د ګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې له افغان ځواکونو سره د ګډې ګزمې پر مهال دوه وسله وال طالبان وژلي دي.

د سرچينې په حواله، چې لومړى يادو کسانو پر ګډو ځواکونو د سپکو وسلو بريد وکړ او وروسته د ګډو ځواکونو په ځوابي بريد کې دواړه ځاى پرځاى ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوه شکمن وسله وال، دوه ميله کلاشينکوفونه او يو شمېر مهمات هم په همدې سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان ژوندي نيول شوي او زيات شمېر مهمات او نشه يي توکي هم ګډو ځواکونو ترلاسه کړي دي.

د هلمند ولايت د مقام له خوا پژواک اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه ويل شوي، چې تېره ورځ د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مېرزاخان کلي کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ١٧٣ کيلوګرامه ترياک نيول شوي دي.

سرچينه کاږي، دغه عمليات د خان مېرزا په نوم د يوه وسله وال طالب پر کور ترسره شول، چې په ترڅ کې يې نوموړى هم نيول شوى او ٢٠ جوړې د ملي اردو، ٢ د ملي امنيت، ٢ جوړې د ملي پوليسو او يوه جوړه د ځانګړو ځواکونو درېشۍ او دغه راز ٢ ميله پيکا، ٨ ميله کلاشينکوفونه، يو ميل ار پي جي راکټ، ٢ ميله تومانچې، ٢ کړۍ لاسي بمونه، ٣ صندوقه د پيکا مرمۍ، ٥ مخابرې او يو شمېر نور توکي هم د افغان او بهرنيو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په همدې ورځ د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې هم د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان نيول شوي دي.

د سرچينې په وينا، چې د دغو دواړو عملياتو پر مهال وسله واله نښته نه ده شوې او نه چا ته په کې مرګ ژوبله اوښتي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version