ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال طالبان و وژل شول او اوه نور نيول شوي

15 Jan 2012 - 11:57
15 Jan 2012 - 11:57

ښرنه-ګردېز (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): امنيتي چارواکي وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې، په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې يې د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژلي او اوه يې ژوندي نيولي دي.

د پکتيکا ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د مرغومي ٢٥مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې افغان او بهرنيو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژلي او د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون يې درې تنه نيولي دي.

د سرچينې په وينا، ياد عمليات تېره ورځ د پکتيکا په يوسف خېلو او خوشامند ولسواليو کې ترسره شوي او په ترڅ کې يې د مخالفينو د وسول يوه زېرمه هم ترلاسه شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ياده زېرمه په يوسف خېلو ولسوالۍ کې موندل شوې، چې په کې ١٨ د ٨٥ ميلي متري توپ، ٧ د ٨٢ ميلي متري توپ، ٩ د ٢٣ ميلي متري توپ مرمۍ او زيات شمېر نور مهمات او چاودېدونکي هم ترلاسه شوي دي.

سرچينه کاږي، چې په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال له وسله والو طالبانو سره نښته هم رامنځ ته شوه، چې په پايله کې يې دوه وسله وال ژوندي ونيول شول.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ د خوشامند په ولسوالۍ کې هم د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې درې وسله وال وژل شوي او د هغوى يو سيمه ييز قوماندان نيول شوى دى.

د سرچينې په خبره، چې د نښتې پر مهال افغان او بهرنيو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال درې تنه شکمن وسله وال نيول شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو له دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې يې د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې درې تنه شکمن له يو شمېر وسلو سره نيولي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې يو تن شکمن يې د ميدان وردګو د توپ دښتې په سيمه کې له يو شمېر مهماتو سره نيولى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version