ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٨ وسله وال مخالفين او د ملي اردو درې سرتېري ووژل شول

13 Dec 2011 - 17:25
13 Dec 2011 - 17:25

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د دفاع او کورنيو چارو وزارتونه وايي چې په يو شمېر ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ١٨ وسله وال مخالفين او د ملي اردو ٣ سرتېري وژل شوي او ٧١ نور مخالفين نيول شوي دي.

 هغه خبرپاڼه، چې د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، کاږي چې ياد شمېر وسله وال مخالفين د پوليسو د ١٢ عملياتو په پايله کې، چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې ترسره شول، وژل شوي دي.

 سرچينې زياته کړې چې ياد شوي عمليات، پوليسو د نورو افغان امنيتي ځواکونو او ايساف په همکارۍ په کابل، کونړ، ننګرهار، هلمند، خوست، اروزګان، لوګر او غزني ولايتونو کې ترسره کړي دي.

 د سرچينې په وينا، په دې عملياتو کې شپږ وسله وال مخالفين ټپيان شوي او ٥٥ نور نيول شوي دي.

 د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، ملي پوليسو ٧٢ميله ډول ډول وسلې، چې ١٣ کلاشينکوفونه، ٣ پيکا، دوه تومانچې، ١٠ ماينونه او لاسي بمونه، ٢٤ ثقيله مرمۍ، ١٦٧٠خفيفه مرمۍ، دوه بوشکې چاودېدونکي توکي، درې مخابرې، درې موټر او درې موټرسايکلونه دي، ترلاسه شوي دي.

 خبرپاڼه وړاندې کاږي، تېره ورځ يوه وسله وال مخالف، چې غوښتل يې د وسايطو ضد ماين د پکتيکا ولايت د يوسف خېلو ولسوالۍ د سړک تر غاړې ځاى پرځاى کړي، د ياد شوي ماين د الوتلو له امله ووژل شو.

 په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وايي، چې ١٦ وسله وال مخالفين يې د څو عملياتو په ترڅ کي نيولي دي.

 د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد شوي چاڼيز او پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ، غزني، خوست، زابل او کندهار ولايتونو کې ترسره شوي دي.

 سرچينې زياته کړې ده، چې په دې جريان کې ١٤ کلاشينکوفونه، له چاودېدونکو توکو ډک دوه دبخار ديګونه،١٠ ماينونه، يو ريموټ کنټرول، يو ٨٢ ملي متري توپ، دوه ماشيندارې، پنځه جوړې پوځي دريشي، دوه چادري، شپږ لاسي بمونه، دوه موټر او دوه موټرسايکلونه او ٤٤ کيلوګرامه اومه چرس ترلاسه شوي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دولت وسله والو مخالفينو غوښتل څو په ورانکارو کړنو کې له دې وسلو او مهماتو څخه استفاده وکړي، چې يادې شوې وسلې او مهمات له ننګرهار، غزني، خوست، نيمروز او هلمند ولايتونو څخه ترلاسه شوي دي.

 د دفاع وزارت زياته کړې ده، چې په هلمند ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو درې منسوبين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 پرون د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ويلي وو، چې د ملي اردو او پوليسو د بېلابېلو عملياتو په ترڅ  کې، د دولت ١٤ وسله وال مخالفين په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي او ٣٣ نور يې نيول شوي دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version