کابل ښار (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو اوملي دفاع وزارتونه وايي، چې د دولت نهه وسله وال مخالفين د هغوى د يوه سرګروپ په ګډون وژل شوي، څلور ټپي او ٤١ نور نيول شوي دي.
په هغې خبر پاڼه کې، چې نن (د مرغومي ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا رالېږل شوې راغلي، چې د ملي پوليسو د عملياتو پر مهال د دولت اته وسله وال مخالفين په کابل، ننګرهار، کاپيسا، کندهار، هلمند، خوست، ميدان وردگو، لوگر او فراه ولايتونو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په ګډه ترسره کړي، په کې د دولت يو بل مخالف وژل شوى او ٣٤ نور نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، ملي پوليسو اوه ميله کلاشينکوفونه، يو پيکا ماشيندار، يو راکټ، دوه توپونه، د درنو وسلو ٨٨ مرمۍ، د سپکو وسلو دوه زره مرمۍ، ١٨کړۍ ماينونه، ٧٣ کيلوگرامه چاودېدونکي توکي، څلور لاسي بمونه، يوه مخابره او اوه کيلوگرامه هيرويين ترلاسه کړي دي.
په همدغه حال کې د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفينو د يوه سرگروپ له وژلو خبر ورکړل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت په خپله خبرپاڼه کې دغه سرګروپ د ((فدايي)) په نوم ياد شوى او ويلي يې دي، چې نوموړى هغه وخت و وژل شو، چې ده او کسانو يې د ملي اردو پر سرتېرو ډزې وکړې، خو مرګ ژوبله يې نه درلوده.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو کې درې نور وسله وال مخالفين ټپي شوي، يو نيول شوى، يو پيکا ماشيندار او يو ميل کره بين هم د دولت ځواکونو ترلاسه کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ د افغانيه او پچغان په سيمو کې د ملي اردو د نورو عملياتو په ترڅ کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او څو ميله وسله هم ترلاسه شوې ده.
د افغاني سيمې يوه قومي مشر حاجي وکيل پژواک ته و ويل: ((دغه عمليات د طالبانو په موقته قرارګاه باندې ترسره شوي دي.))
د ده په وينا، په دغو عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې پرون د دفاع وزارت وياند په يوه خبري ناسته کې و ويل، چې په تېرو لسو ورځو کې د دولت ١٢ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢٤ نور يې نيول شوي دي.
په دې موده کې د ملي اردو لس سرتېري هم وژل شوي او ٣٢ نور ټپيان دي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن