کابل ښار (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه وايي، چې پنځه وسله وال مخالفين په يو شمېر ولايتونو کې د دوى د عملياتو کې وژل شوي او ٢٨ نور نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې، چې نن (د مرغومي پنځمه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې درې وسله وال مخالفين په کابل، کونړ، ننګرهار، لغمان، بغلان کندهار، هلمند، غزني او خوست ولايتونو کې د د دوى په عملياتو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې، چې د ايساف ځواکونو په همکارۍ د ملي اردو، ملي امنيت ځواکونو ترسره کړي، ٢٤ تنه نور نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا ، چې په عملياتو کې دوه ميله کلاشينکوفونه، درې ميله بېلابېل ډوله وسله، درې کړۍ ماينونه، ١٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او دوه کيلوګرامه هيرويين هم ترلاسه شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې پوليسو تېره ورځ د بي ايم يو ٢٢ مرمۍ او ٢١ سروکي او د راکټ درې مرمۍ، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په باميانو، نيمروز، دايکنډي، اروزګان او لوګر ولايتونو کې د ورانکارو کړنو په موخه ځاى پرځاى شوې وې ، ترلاسه کړې او پنځه کړۍ ډول ډول ماينونه او د چاودېدونکو توکو دوه ٢٠ کيلويي بوشکې يې کشف او له منځه وړې دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت د دوو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه دوه تنه هغه مهال د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې و وژل شول، چې د ملي اردو د يوه جزوتام پر پرسونل يې ډزې وکړې.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى او د نښتې پر مهال دوه نور مخالفين ټپيان، يو راکټ او يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوي او يو ماين کشف او شنډ کړاى شوى دى.
د سرچينې په وينا، د خوست په باک ولسوالۍ کې د ملي اردو او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې او د بغلان ولايت د بغلان جديد په ولسوالۍ کې يو تن شکمن شوي دى.
د يادونې ده ، د ملي دفاع وزارت وايي، چې د روان کال له پيله راپه دېخوا د دولت څه د پاسه ١٦٠٠ وسله والو مخالفين او د ملي اردو ٤٧٠ منسوبين د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وژل شوي ، ٩٨ مخالفين ټپيان شوي او څه د پاسه ٤١٥٠ کسه نور د ملي اردو له خوا نيول شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن