ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ١٤ وسله وال مخالفين ووژل شول او ٣٣ نور نيول شوي

12 Dec 2011 - 13:47
12 Dec 2011 - 13:47

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): د کورنيو چارو او دفاع وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ١٤وسله والو مخالفينو د وژلو او ٣٣ نورو د نيولو خبر ورکړ.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د (ليندۍ ٢١مه) د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې راغلي، چې د دولت ١٤وسله وال مخالفين په تېرو ٢٤ساعتونو کې د پوليسو د درېيو عملياتو په ترڅ کې د کنړ او زابل په ولايتونو کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو په ترڅ کې، چې د اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په مرسته ترسره شول،١١نور وسله وال مخالفين ونيول شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملياتو کې ١٨ميله ډول ډول وسلې، چې په کې د کلاشينکوف او د هغه لس شاجورونه، يوه پيکا، څلور ميله تومانچې، شپږ کړۍ ماينونه، اته لاسي بمونه، ٢٥غټې مرمۍ، ٧٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، اته کيلوګرامه کيمياوي توکي او څلور موټرسايکلونه شامل دي، هم د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.

همدارنګه د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ شپږ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډکې شل، شل کيلويي بوشکې او يوه د بي ام يو مرمۍ، چې د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د ورانکاره کړنو په موخه په ننګرهار، بغلان او کندهار ولايتونو کې ځاى پرځاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.

همدارنګه د ملي دفاع وزارت وايي، چې د دولت ٢١شکمن مخالفين يې د ملي اردو د منسوبينو د عملياتو په ترڅ کې په يو شمېر ولايتونو کې نيولي دي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د دغه وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې، راغلي، چې دغه کسان د ملي اردو د ګډو محاربوي او چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په کنړ، زابل، غزني، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د نورو عملياتو په ترڅ کې١١ميله ډول ډول وسلې، ١٤کړۍ ماينونه، ٢٠٠ د ماين پټاقۍ، ٨ بورۍ باروت، ٥ بورۍ چاودېدونکي توکي، ١٠ بورۍ چرس او له چاودېدونکو توکو ډک دوه ترموزونه هم ترلاسه شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا وسلې او مهمات د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د کتي د کلي او د اروزګان د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو ځواکونو ترلاسه کړي دي.

خبرپاڼه ليکي، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ملي اردو منسوبينو ته زيان نه دى اوښتى.

د يادونې ده، چې تېره ورځ د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو په خپلو يو لړ عملياتو کې، چې په کابل، فراه، کندهار، هلمند، سرپل، لوګر، ننګرهار، خوست او زابل په ولايتونو کې ترسره شوي، د دوو مخالفينو د وژلو او ٦٦ نورو د نيولو خبر وکړ.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version