ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کندهار څخه د ١٩ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې

1 Dec 2011 - 12:10
1 Dec 2011 - 12:10

کندهار (پژواک ١٠ ليندۍ ٩٠): د کندهار د سوداګرۍ د خونو مسوولين وايي، چې په روان ١٣٩٠ لمريز کال کې له دغه ولايت څخه څه د پاسه د ١٩ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت وچه او تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې ده.

په کندهار کې د سوداګرۍ د خونو اداري مدير عبدالله رحيمي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د روان کال له پيله راهيسې، له دغه ولايت څخه د ٢٩ لکه ٩٠زره او ٨٤٤ امريکايي ډالرو په ارزښت، ٩ زره ٧٥ ټنه تازه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوې، چې په کې انار، انګور، خټکي او نورې شاملې دي.

هغه زياته کړه، د دغې تازه مېوې ٦٠ سلنه پاکستان، ٣٥ سلنه هندوستان، ٥ سلنه سنګاپور او متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوې او يوازې ٣ سلنه يې په هېواد دننه مصرف شوې ده.

د نوموړي په وينا، دغه راز ٧ زره ٢ سوه او ٧٩ ټنه وچه مېوه، چې په کې انځر، شکرپاره، ابجوشې او نور شامل دي، د ١٣١ لکه ٢٤ زره او ٥٤٥ امريکايي ډالرو په ارزښت پاکستان او هندوستان هېوادونو ته صادره شوې ده.

عبدالله رحيمي، د دې تر څنګ له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته ٢زره ٧ سوه او ٤ ټنه طبي بوټي او نباتات هم صادر شوي، چې ټوليز ارزښت يې ٢ لکه ٣٩ زره ٦٨٤ ډالره دى.

د سوداګرۍ د خونو اداري مدير د روان کال له پيله بيا تر اوسه له کندهار څخه بهرنيو هېوادونو ته د صادرې شوې وچې او تازه مېوې، طبي بوټو او نباتاتو ټول وزن ١٩زره ٥٨ ټنه ياد کړ، چې ټوليز ارزښت يې ١٩٠ لکه ٥٢ زره ٣١ ډالرو ته رسېږي.

د ده په خبره، له دغه ولايت څخه بهر ته د يادو توکو ډېره برخه د ځمکې له لارې صادره شوې، خو يوه اندازه مېوه د هوا له لارې هم بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوې ده.

دى وايي، د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ د ټرانزيټ تړون پر سوداګرۍ ډېر اغېز وکړ او سوداګر يې اړ کړل، چې مېوې ځينو بهرنيو هېوادونو ته د هوا له لارې ولېږدوي.

 

د رحيمي په وينا، له پاکستان سره شوى تړون د ګڼو اسانتياوو تر څنګ د افغان سوداګرو لپاره يو شمېر ستونزې هم له ځان سره لرلې، لکه د موټر لپاره نړيوال لايسنس لرل، په بانک کې د ضمانت په توګه د پيسو اېښودل او نور، چې دلته ورته زمينه مساعده نه ده.

 

همدغو سختو شرايطو يو شمېر سوداګر اړ کړل، چې د لومړي ځل لپاره مېوه او نور محصولات د مسافر وړونکو الوتکو له لارې متحده عربي اماراتو او هندوستان هېواد ته ولېږدوي.

 

هغه وويل: ((افغانستان په وچه کې ايسار هېواد دى، دلته بهر ته د مالونو د وړلو لپاره کارګو الوتکې نشته، خو سوداګر د مسافر وړونکو الوتکو له لارې په اونۍ کې د ٨ يا ١٠ ټنو په اندازه مېوه خټکي، انګور او انار هندوستان او يا متحده عربي اماراتو ته وړي.))

 

رحيمي، له کندهار څخه پاکستان هېواد ته د مېوو د صادراتو په اړه وايي، چې تر دې وړاندې به ډېره مېوه د سوداګرۍ له خونو سره له راجستر پرته وړل کېده، چې وچه مېوه به د کشمېرۍ او لنده مېوه به د پاکستانۍ هغې په نوم نورو هېوادونو ته تله.

 

د ده په خبره، اوس دا ستونزه تر ډېره هواره شوې؛ ځکه هندوستان هېواد د افغانستان د وچې او تازه مېوې پر صادراتو ماليه لرې کړې، سوداګر اوس خپله مېوه د پاکستان پر ځاى له دې لارې وړي، ځکه له هغې لارې ورته ګرانه تمامېږي.

 

نوموړى د کندهار د انګورو او انارو د محصولاتو په اړه وايي، چې سږ کال د انګورو حاصلات ښه وو، خو د انارو د حاصلاتو ډېره برخه يو ډول مچ او موسمي بارانونو خراب او باغ لرونکې يې زيانمن کړل.

 

ده وويل: ((سږ کال د انارو د حاصلاتو د رسېدو پر مهال يو ډول مچان پيدا شول، چې انار يې سوري کول او ډېر انار په ونو کې وراسته شول، د دې تر څنګ ٤ ځلې ورباندې موسمي بارانونه هم وشول، چې دې ستونزې هم باغ لرونکو ته سخت زيان واړاوه.))

 

د کندهار بڼوال او د تازه مېوې سوداګر هم وايي، چې سږ کال د انارو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه روان وو، خو د حاصلاتو د ټولولو پر مهال يو ډول مچانو او باران سخت زيانمن کړل.

 

د سلطان محمد په نوم د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ يو بڼوال وايي، چې مچانو او بارانونو سم نيمايي انار په ونو کې تر شکولو وړاندې خراب کړل.

 

هغه زياته کړه: ((ډېرو بڼوالو خپل انار تر وخت مخکې له ونو وشکول او په بازار کې يې په نيمه بيه خرڅ کړل؛ ځکه په ونو کې خوسا کېدل.))

 

د کندهار د کرنې رييس انجنير احمدشاه روشن وايي، چې د موسمي افتونو مخنيوى ناشونى دى، خو په انارو کې د مچانو د پيدا کېدو پر مهال يې له باغ لرونکو سره د اړوند درملو مرسته کړې ده.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((د کرنې رياست ته له بېلابېلو ولسواليو، په ځانګړې توګه له ارغنداب څخه ډېر باغ لرونکي راغلي، چې د درملو مرسته ورسره شوې او پر درې سوه زره ونو پاشل شوې، چې ډېره ښه نتيجه يې ورکړې ده.))

 

په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي نظر محمد هم له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې دې ستونزې د بڼوالو تر څنګ د تازه مېوې سوداګر هم سخت زيانمن کړي دي.

 

هغه زياته کړه: ((د انارو د حاصلاتو پر مهال، په پيل کې يو ډول مچان پيدا شول او انار يې په ونو کې وراسته کړل، وروسته ورباندې څلور ځلې باران و اورېد، چې ډېر انار يې خراب کړل، دغو موسمي افتونو هم باغ لرونکو او هم سوداګرو ته د تېرو کلونو په پرتله ٦٠ سلنه زيان اړولى دى.))

 

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د داسې ستونزو پر مهال له باغ لرونکو سره مرسته وکړي، هغوى ته پر وخت درمل ورسوي او د دې تر څنګ سوداګرو ته د ځمکې او هوا له لارې بهر ته د مېوو او نورو محصولاتو د صادرولو اسانتياوې برابرې کړي.

 

د کندهار د سوداګرۍ خونو اداري مدير عبدالله رحيمي وايي، چې له دغه ولايت څخه بهر ته د هوا له لارې د مېوو د صادراتو په اړه يې د هندوستان له قونسلګرۍ او امريکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

 

هغه زياته کړه، له امريکايي چارواکو يې غوښتي، هغه کارګو الوتکې، چې هغوى ته اکمالات کوي او له دې خوا بېرته تشې ځي، بايد له دې خوا څخه مېوې او نور محصولات ولېږدوي، خو تر اوسه يې په دې اړه مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version