جلال اباد، ګردېز (پژواک ١٢ ليندۍ ٩٠): د نورستان په لوېديځه ولسوالۍ نورګرام کې د ليندۍ په ١٢ مه د يوه سړک جوړونۍ چارې پيل شوې.
د نورستان والي تميم نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کوله تن درې پر سړک د کليو د پراختيا وزارت له لوري ١،١ميليون ډالر لګښت راځي، چې په ٦ مياشتو کې به يې چارې بشپړې شي.
هغه زياته کړه، چې د دغه سړک له لارې به چې اوږدوالى يې ٧ نيم کيلو متره دى، د ٦ کليو د ٢زره کورنيو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
نوموړي زياته کړه چې ياد شوى سړک به په غرونو کې د چاودنو، مارتول، جبل، بېل او کولنګ په وسيله د کوله تن د غره په سينه کې څېرې کړى شي.
د نوموړي په وينا، تر ٦ مياشتو به په دغه سړک کې په منځنۍ کچه د ورځې ٣٠٠ کاريګر کار کوي.
د نورګرام ولسوال ډاکټر مهرالله پژواک ته وويل، چې د ولسي جرګې له يو شمېر غړو سره يو ځاى يې د سړک جوړولو چارې پيل کړې.
د هغه په وينا، د بيارغونې پروژې په ځانګړې توګه د سړکونو غځول د سيمې پر امنيت ښه اغېزه لري.
نوموړي زياته کړه، که د کوله تن په دره کې د دغه سړک د پاتې ١٥ کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شي، لوېديځ نورستان به له مرکزي نورستان سره ونښلول شي.
د سيمې يوه اوسېدونکي محب الله وکيل زاده پژواک ته وويل، چې د دغه سړک جوړولو چارې د نامعلومو ستونزو له امله دوه کاله ځنډېدلې وې.
د يادونې وړ ده، چې د نورستان په مرکز او ٨ ولسواليو کې له تېرې يوې لسيزې راهيسې يواځې دوه کيلومتره پوخ سړک جوړ شوى دى.
د يوه بل خبر له مخې، په پکتيا کې دوه ښوونځي او يو د څارويو کلينيک د پوهنې او کرنې وزارت له خوا ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د پکتيا د ولايت مقام له خوا نن (د ليندۍ ١٠مه) پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه ودانۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د پکتيا والي جمعه خان همدرد له خوا د پټۍ په پرې کولو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د سرچينې په وينا، دغه ښوونځي چې د خنډخېلو او کارېز په نومونو نومول شوي، په سيدکرم ولسوالۍ کې په پاخه او اساسي ډول د پوهنې وزارت د پرمختيايي بوديجې له خوا د شپږ نوي زره امريکايي ډالره په ارزښت د تېر يو کال په ترڅ کې جوړ شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه ښوونځي په ١٢ جريبه ځمکه کې له ټولو اړينو ملحقاتو سره جوړ شوي او د ١٢٠٠ زده کوونکو د ځايېدو وړتيا لري.
خبرپاڼه کاږي، چې په همدې ولسوالۍ کې يو د څارويو کلينيک د کرنې وزارت د پرمختيايي بوديجې له خوا د پنځه سوه زره افغانيو په ارزښت جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن