جلال اباد (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): د لوېديځ او مرکزي نورستان ترمنځ د ١٢ کيلو متره سړک غځونې چارې د ٨٠٠ قومي ځوانانو په حشر پيل شوې.
د نورستان والي تميم نورستاني د ليندۍ په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نورګرام ولسوالۍ له تيتين سيمې څخه د مرکزي نورستان تر واما ولسوالۍ پورې په هسکو غرونو کې د قومونو له لوري د ١٢ کيلومتره سړک غځولو چارې د ليندۍ په ١٦مه پيل شوې.
هغه زياته کړه، چې درې ورځې وړاندې د دغه سړک د لومړۍ برخې (اوه کيلو متره) چارې د ١،١ ميليون ډالرو په لګښت د کليو د پراختيا وزارت په مرسته پيل شوې وې.
د تميم نورستاني په وينا، چې پر دغې لارې به د واما، تيتين، پپړوک او پارون ٨٠٠ رضاکار ځوانان تر ٢ مياشتو پورې کار وکړي.
د نورستان والي وويل، چې په همدې موخه يې د مرستې په دود تېره ورځ په سړک کار کوونکو ته ٩٠٠ بورۍ غنم ووېشل.
هغه وايي، هڅه به وکړي، چې د کاريګرو لپاره نغدي مرستې راجذب کړي.
تميم نورستاني وويل، چې د سړک جوړونې لومړني وسايل ((بېلونه، کولنګ، کراچۍ، مارتول، جبل)) د ولايت له بوديجې او د سړک جوړونې د ځينو ماشينونو مرسته ورسره تر درېيو مياشتو د يو شمېر هغو ساختماني شرکتونو کړې، چې د نورستان اوسېدونکي دي.
د والي په وينا، نوې لار به له کونړه نورستان ته د غځېدلې لارې يو ښه پر امنه بديل وګرځي.
د نورګرام ولسوالۍ د تيتين د شورا مشر مولوي غلام سخي پژواک ته وويل، چې د لارې جوړول يې په درېيو قومونو وېشلي، چې د هر قوم ځوانان به څلور کيلو متره سړک جوړوي.
د واما قومي مشر محمد طاهر شامي پژواک اژانس ته وويل، چې قوم يې د څلور کيلومتر سړک جوړولو په موخه څه د پاسه يو نيم مليونه افغانۍ راټولې کړې، چې دغه ټولګټه پروژه پرې ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه، د پسرلي تر راتګه به د مرکزي نورستان د وانت وايګل، واما او پارون خلکو لپاره د هېواد پلازمېنې ته لار ١٧٠ کيلومتره رالنډه شي.
د يادونې ده، چې د کونړ د چپې درې له لارې نورستان ته غځېدلې لار له دوو کلونو راهيسې وسله والو مخالفينو تړلې، چې نورستاني چارواکي د ناټو د الوتکو له مرستو پرته د ځمکې له لارې پارون ته تګ راتګ نه شي کولاى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن