ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيکا کې رواني ناروغۍ زياتې شوې دي

10 Dec 2011 - 16:36
10 Dec 2011 - 16:36

ښرنه (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠) : د پکتيکا اوسېدونکي وايي، چې په سيمه کې يې د وروستيو ناامنيو له امله رواني ناروغۍ ډېرې شوې او د درملنې لپاره يې هېڅ ځانګړى مرکز او يا ډاکټران نشته.

پکتيکا د هېواد په سوېل ختيځ کې يو له پامه غورځېدلى ولايت دى، چې اوسېدونکي يې زياتره وخت له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

 د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي سپين ږيري جمعه خان، چې خپله لور يې د ښرنې ملکي روغتون ته د درملنې لپاره راوستلې وه، پژواک اژانس ته وويل، چې لور يې له تېرو څلورو کلونو راهيسې په رواني ناروغۍ اخته ده.

د هغه په وينا، لور يې له هغې وروسته په دې ناروغۍ اخته شوه، چې د کور پر غړو يې، چې په يو موټر کې سپاره وو، د سړک د غاړې د ماين چاودنه رامنځته شوه او دوه زامن يې په کې ووژل شول.

 نوموړي وويل، چې څو ځلې يې خپله لور د ښرنې ملکي روغتون ته د درملنې په موخه راوړې ده، خو هېڅ ګټه يې ونه کړه.

 جمعه خان زياته کړه: ((دا ځل ډاکترانو ځواب راکړ، چې لور دې پېښور او يا کوم بل ځاى ته بوځه، خو زه دومره وس نه لرم چې لور مې بل وطن ته د علاج لپاره بوځم.))

 د مټاخان ولسوالۍ د ابراهيم کارېز اوسېدونکى ٢٥ کلن محمدامين بيا د خپلې سپين سرې مور رواني ناروغۍ ته ځوريږي.

 هغه پژواک اژانس ته وويل: ((څلور کاله مخکې زموږ په کلي کې د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې ٢٦کسان ووژل شول او په هغې کې زموږ د کورنۍ پنځه تنه شامل وو او له هغې پېښې وروسته مې مور په دې ناروغۍ اخته شوې ده.))

 امين وويل، چې مور يې څو ځلې کابل او پاکستان ته د درملنې لپاره بيولې، خو تر اوسه يې کومه ګټه نه ده ورته رسولې.

 د ده په خبره، چې له يادې پېښې وروسته د ده د مور په ګډون د دوى د کلي څلور تنه نور هم په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.

 هغه وايي، چې په پکتيکا کې د رواني ناروغيو لپاره کوم ځانګړى روغتون نشته او د سيمې خلک د دې ناروغۍ په درملنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 د مرکز ښرنې اړوند د سرې کلا اوسېدونکي اسلام شاه هم د خپلې ورېندارې له رواني ناروغۍ څخه يادونه وکړه.

 هغه وويل، چې ورېندار يې دوه کاله وړاندې پر کور د ايتلافي ځواکونو د عملياتو له امله، چې لېور يې په کې ووژل شو او مېړه يې بهرنيو ځواکونو له ځان سره بوت، په دې ناروغۍ اخته شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، چې ورور يې (ايوب) په باګرام کې بندي دى او ورېندار يې (د ايوب مېرمن) د ژور خپګان په ناروغۍ اخته ده او هر وخت په تياره ځاى کې ناسته وي او ژاړي.

 اسلام شاه زياته کړه: ((ورېندار مې د کور له ټولو کارونو لاس اخيستى، د خپلو اولادونو غم هم نه کوي او کله کله چې د هليکوپټرو او ټانکونو غږونه واوري، په زوره زوره چيغې وهي.))

 د هغه په وينا، چې ورېندار يې څو ځلې کابل او د پاکستان د کراچۍ ښار ته د درملنې په موخه بيولي ده، خو تر اوسه په کې کومه څرګند بدلون نه دى په کې راغلى.

 د سرروضې ولسوالۍ يو اوسېدونکى نوروز، چې له څو کلونو راپه دېخوا په رواني ناروغۍ اخته دى، پژواک اژانس ته وويل، چې يوه شپه يې پر کور وسله وال طالبان راننوتل او پلار يې د ټولې کورنۍ په مخکې ور وواژه.

 د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د ده پلار له افغان دولت سره د همکارۍ په تور وواژه او له هماغه ورځې ورته دغه ناروغي پيدا شوې ده.

 نوموړي وويل، چې د شپې خوب په ارام سره نه شي کولاى او يو ناڅاپه وويريږي او راپاڅي، چې د ورځې له خوا هم کله کله له دغه حالت سره مخ کېږي.

 نوروز زياته کړه: ((مور مې هم د پلار وژل کېدل په خپلو سترګو ليدلي وو او په رواني ناروغۍ اخته شوه، چې ډېره ژر يې کمزورې کړه او بالاخره مړه شوه.))

 د ښرنې د ملکي روغتون د داخلې څانګې مسوول ډاکتر محمدرحيم په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د رواني ناروغيو لپاره کومه ځانګړې څانګه يا ډاکتر نه لري، خو بيا هم ورته زيات ناروغان مراجعه کوي.

 هغه وويل، چې دوى ځينې وخت له دې ډول ناروغانو سره لومړنۍ مرستې کوي، خو د دايمي درملنې لپاره يې کابل او يا نورو هېوادونو ته د تګ توصيه ورته کوي.

 د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې په پکتيکا کې د رواني ناروغيو پېښې ډېرې او د دوى د راجسټرېشن له مخې شاوخوا ٦٠٠ تنه په دې ناروغۍ اخته دي.

 نوموړي په دغه ولايت کې د رواني ناروغيو د زياتوالي لامل په سيمه کې د ناامنۍ پېښې، اقتصادي ستونزې او بېکاري وباله.

 د هغه په وينا، تر اوسه د رواني ناروغيو لپاره په ملکي روغتون کې ځانګړې څانګه نه لري، خو راتلونکى کال به دغه څانګه په کې فعاله شي.

 ده زياته کړه، چې د ښرنې روغتون ١٦٠ بستريز دى، خو راتلونکي کال ته به ارتقاع وکړي او د رواني څانګې په ګډون به نورې څانګې هم په کې فعالې شي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version