ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتيکا کې د کرونا پر وړاندې مبارزه کمزورې ده

27 Dec 2020 - 14:13
27 Dec 2020 - 14:13

ښرنه (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کمزورې او په شته روغتيايي اسانتياوو يې مخنيوى ستونزمن دى.

بل لورته د دغه ولايت روغتيايي مسوولين هم مني چې د ولسواليو لرې والی او د خلکو اقتصادي ستونزې د دې لا مل شوي چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس لږې مثبتې پېښې ثبت شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي خانزاده تراب پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کمزورې او شته خدمات د قناعت وړ نه دي.

هغه وايي: ((په ولسواليو کې ډېر خلک په کرونا اخته دي، خو نه ورته هلته خدمات شته او نه هم ورته په دې تړاو پوهاوى شوى دى.))

د نوموړي په وينا، له کرونا ويروس سره د مبارزې په موخه پکتيکا ته ميليونونه افغانۍ ورکول شوې دي، خو تر اوسه دغه پيسې نه دي لګول شوې.

همدارنګه د مرکز ښرنې د چهاردرې سيمې اوسېدونکي عبدالرووف هم پژواک سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه خدمات کمزوري دي.

هغه وايي: ((د کرونا ويروس معاينات دلته نه کيږي، نمونه يې د زون مرکز ته لېږل کيږي چې بيا په ځنډ سره يې نتيجه راځي او دا يو لوى مشکل دى.))

ده وويل چې اړوندې ادارې دې په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي او د کرونا ويروس د مخنيوي په پار دې جدي مبارزه پيل کړي.

بل لورته د مرکز ښرنې د کرونا په لس بستريز روغتون کې يو تن ناروغ حاجي خان چې ۷۴ کاله عمر لري پژواک ته وويل چې پخوا يې د کرونا پر ناروغۍ هېڅ باور نه درلوده، خو کله چې ټوخی، ساه بندي او دردونه ورته پيدا شول روغتون ته د راتللو لپاره اړ شو.

سرچينې وويل: ((هغه مهال چې له خپلې کورنۍ سره وم، ساه مې لنډه لنډه کېده، سخت ټوخی مې درلوده، چا به راته ويل چې په نري رنځ اخته يې، چا راته ويل يخ وهلی يې، خو کله چې روغتون ته لاړم خبر شوم، چې کرونا ناروغۍ نيولی يم اوس سخت په زحمت يم.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له روغتيايي چارواکو يې د کرونا پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر اسدالله رسولي پژواک ته وويل چې د کرونا ويروس د مخنيوي په اړه دوی ته څلور ميليونه افغانۍ ورکړل شوې دي چې دوى ټولې پرځاى لګولې دي.

هغه وايي: ((ځينې شيان د روغتون لپاره موږ ځکه لږ په لوړه بيه اخيستى چې د کرونا ويروس په پيل کې بازارونه بند وو او هرڅه ډېر قيمته وو.))

رسولي ژمنه وکړه چې تر خپلې وسې پورې به په دغه ولايت کې له کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره هلې ځلې کوي.

د يادونې ده چې په پکتيکا ولايت کې تر اوسه ٢٩٠ کسان په کرونا اخته شوي، ١١ نور مړه شوي او ٢٥٩ يې بېرته ښه شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version