جلال اباد (پژواک ١٩ ليندۍ ٩٠): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، چې په جلال ابا ښار کې يې دوه تنه له څه کم ١٠٣ کيلو ګرام هيرويينو سره يو ځاى نيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سرڅارمن حضرت محمد زمري د ليندۍ په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن (د ليندۍ ١٩مه) په يوه مازدا ډوله موټر کې، چې ګلپيان يې بار کړي وو او غوښتل يې، چې کابل ته يې ولېږدوي، د پلټنې پر مهال ترې ياد هيرويين د پوليسو لاس ته ورغلل.
د هغه په وينا، چې له دغو توکو سره په تړاو يې د ياد موټر دوه تنه سپاره هم نيولي، چې دغه مهال ترې په امنيه قوماندانۍ کې پوښتنې روانې دي.
نوموړي وويل، چې د جلال اباد ښار د لومړۍ امنيتي حوزې پوليسو په ښار کې د څارنې پر مهال دغه څه کم ١٠٣ کيلوګرامه هيرويين، چې په يوه مازدا موټر کې ځاى پرځاى شوي وو، ونيول.
دغه راز وياند زياته کړه، چې تېره ورځ پوليسو د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې ٦٥ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړي ده.
د هغه په وينا، تېره ورځ يې هغه شپږ تنه هم نيولي دي، چې د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخېلو سيمه کې يې دولتي ځمکه غصب کړي وه.
د يادونې ده، چې تېر ماښام ناوخته د دغې قوماندانۍ پوليسو د جلال اباد ښار په سوېلي دروازه انګور باغ کې دوه د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړل.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن