جلال اباد-زرنج (پژواک ١٨ کب ٩٠): امنيتي ځواکونو په ننګرهار او نيمروز ولايتونو کې لسګونه کيلوګرامه هيرويين له يو شمېر تورنو کسانو سره نيولي دي.
دنيمروز امنيه قوماندان سمونوال محمد موسی رسولي د کب په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه پوليسو د ايران پولې ته څېرمه د پل ابرېشم په سيمه کې له يوه موټر څخه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، دغه توکي، چې له ٣٠ کيلوګرامه څخه زيات هيرويين دي، په ماهرانه ډول ديوه ټېلر موټر په اکسل کې ځاى پر ځاى شوي وو او غوښتل يې، چې ايران ته يې ولېږدوي.
رسولي وويل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د شک له مخې دغه موټر تلاشي او ياد توکي يې ترې له يوه تورن تن سره ترلاسه کړل.
د يوه بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت پوليسو په بېلابېلو ولسواليو کې د نورو امنيتي ارګانونو په مرسته يوه اندازه نشه يي توکي، وسلې او بې پلېټه موټر نيولي دي.
د امنيه قوماندانۍ لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پوليسو په سپين غر ولسوالۍ کي په چنارکلي کې دوولس کيلوګرامه ترياک، دوه ميله سپکه وسله او يوه بوشکه تېزاب، چې په چاودېدونکو توکو او پوډرو کې کارول کېږي له دوه تنو وسلوالو مخالفينو سره يوځاى نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې پوليسو دغه راز د ملي امنيت، ملي اردو، سرحدي او د عامه نظم پوليسو په مرسته له يوه موټر څخه لس کيلوګرامه هيرويين، يوه مټرولا مخابره نيولې او دغه ډول يې له يوه کرولا موټر څخه دوه ميله کلاشينکوف، يو ميل ميکاروف او يو پرسونل ضد ماين نيولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغې پېښه کې هم دوه تنه نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونوال خانزاده وايي، چې پوليسو د دوربابا په ولسوالۍ کې دوه تنه له لس کيلوګرامه هيرويينو او يوتن يې په حصارک ولسوالۍ کې له يو ميل ټوپک سره نيولى دى.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن