ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين د اصلاحاتو پر راوستو او د معافيت له فرهنګ سره په مبارزې ټينګار وکړ

11 Dec 2011 - 13:34
11 Dec 2011 - 13:34

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): له اداري فساد سره د مبارزې رييس وايي، چې د بن په کنفرانس کې د افغانستان د تعهد په پام کې نيولو سره د اصلاحاتو راوستل او د معافيت له فرهنګ سره مبارزه به د دې ادارې په لومړيتوبونو کې ځاى ونيسي.

د افغانستان حکومت د بن په نړيوال کنفرانس کې، چې د ليندۍ په ١٤مه په لاره واچول شو، ژمنه وکړه، چې د اداري فساد پر وړاندې به مبارزې نوره هم ګړندۍ کړي.

ولسمشر کرزي په دغه کنفرانس کې وويل، چې په افغانستان کې د قانون د حاکميت په برخه کې ستونزې شتون لري او لازمه ده، چې د افغانستان د ملکي ادارو فعاليتونه واضح شي، څو د خلکو له اعتماد څخه برخمن شي.

نړيوالې ټولنې هم د افغانستان له حکومت څخه د اداري فساد پر وړاندې د سختې مبارزې غوښتنه کړې ده.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس عزيزالله لودين له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې ياده اداره به د معافيت فرهنګ د له منځه وړو او په هېواد کې پر ټولو د يو شان قانون د پلي کولو په برخه کې کوټلې هڅې وکړي.

نوموړي زياته کړه، د اداري فساد ډولونه په ټولو ادارو کې شتون لري، چې بايد له هغه سره مبارزه وشي.

لودين زياته کړه، چې عدلي او قضايي ارګانونو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې پر وړاندې يې خنډونه رامنځته کړي او خلک د دې ادارې د چارو د ترسره کولو په برخه کې بې باوره کوي.

هغه په ادارو کې د اداري کړنلارو اسانه کول د دې ادارې له نورو هڅو وګڼله او ويې ويل، چې تر اوسه د ترافيکو، ښاروالۍ، خزينه تقاعد او د پاسپورت په رياست کې، چې ډېرى خلک ورسره کار لري، کړنلارې اسانه شوې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې اداره شاوخوا دوه کاله وړاندې جوړه شوه.

لودين زياته کړه، په ١٣٨٩کال کې يې د اداري فساد په ٢١٦قضيو کار کړى، چې له هغو څخه ١١٧ يې لويې څارنوالۍ ته د وروستيو اجرااتو لپاره لېږدول شوې دي.

هغه وويل، چې د دغو قضيو له ډلې ٧٨يې اصلاحي دي، چې اړوند ادارو ته لېږدول شوې او ٢١نورې يې حفظ شوې دي.

لودين زياته کړه، په ١٣٩٠کال کې شاوخوا ٢٥١قضيې د دې ادارې تر کار لاندې راغلې، چې له ډلې يې ٣٢ څارنوالۍ ته لېږدول شوې، ٢٩٨ يې اصلاحي وې او اړوند اورګانونو ته لېږدول شوې او پاتې نورې يې په دې اداره کې ترکار لاندې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ٤٢ميليون ډالرو د اختلاس دوسيه او د تورخم په ګمرک کې د ماليې د ورکړې له درکه د ١٨ميليون ډالرو ورکېدل هم په يادو قضيو کې شاملې دي.

هغه د ډېرو جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، چې پر يادو دوه قضيو د دې ادارې څېړنې روانې دي او د سردارد محمد داودخان روغتون په قضيه کې بهرنيان هم لاس لري.

لودين زياته کړه، چې د ادارې فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې د ١٣٠ تر ١٤٠ميليونه ډالرو د ځمکو او د دولتي شتمنيو د غصب او اختلاس دوسيه، چې بهرنيان هم په کې لاس لري، څېړلې او لويې څارنوالۍ ته يې سپارلې دي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه، د هغو بهرنيانو د دوسيو د څېړلو لپاره، چې په اداري فساد کې لاس لري، له يوه امريکايي جنرال سره يې هوکړه ليک کړى دى.

هغه وويل، تر اوسه نه شو کولاى د هغو بهرنيانو دوسيې، چې په افغانستان کې په اداري فساد تورن دي وڅېړي، خو د دې تفاهمنامې په لاسليکولو سره به په دې برخه کې هم ګامونه پورته کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يادې ادارې د زورواکانو له خوا د دولت د شتمنيو د غصبولو په اړه يوه طرحه جمهوري رياست ته وړانديز کړې، خو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د خپرو شوو راپورونو له مخې، شاوخوا ٤ميليونه جريبه ځمکه د هېواد په کچه غصب شوې او په وروستيو کلونو کې ٢٨٥جريبه يې بېرته له غاصبينو ترلاسه شوې ده.

لودين زياته کړه، چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دى، چې اداري فساد په کې خپل وروستي اوج ته رسېدلى دى.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version