ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين: له فساد سره د مبارزې اداره د زورواکو پرضد مبارزه کې پاتې راغلې ده

24 Apr 2012 - 19:53
24 Apr 2012 - 19:53

کابل ښار (پژواک ٥ غويى ٩١): له فساد سره د مبارزې ادارې په ګډون په ټولو دولتي او بهرنيو ادارو کې په پراخه کچه فساد شته او ياده اداره د زورواکو پرضد مبارزه کې پاتې راغلې ده.

دا مطلب له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې لوى رييس عزيزالله لودين، نن د کابل پوهنتون له استادانو سره د يوې غونډې په جريان کې څرګند کړ.

هغه وويل چې په افغانستان کې په اداري فساد کې تر ډېره بهرنيان اخته دي.

هغه د بهرنيو هېوادونو او موسسو مرستو ته په افغانستان کې اشاره وکړه او زياته يې کړه: ((بهرنيان په يو لاس پيسې ورکوي او په بل لاس يې بېرته اخلي.))

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي د تېر کال په مرغومي مياشت کې، د امريکا د سنا له پلاوي سره د ليدنې په جريان کې ويلي و، چې په هېواد کې د اداري فساد د له منځه وړلو په موخه مهم بنسټ ايښودل شوى دى؛ خو په نړيوالو تړونونو کې پراخ فساد شته او دا هغه ستونزه ده، چې بايد نړيواله ټولنه ورته پام وکړي.

عزيزالله لودين د افغانستان  په يو شمېر دولتي ادارو کې د سلاکار په توګه د بهرنيانو ګومارل، يو ډول اداري فساد وباله او ادعا يې وکړه، سره له دې چې يو شمېر بانديني کارکوونکي کاري وړتيا نه لري، په لوړ معاش ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د فساد پرضد د مبارزي ادارې په ګډون په ټولو دولتي ادارو، لکه لويې څارنوالۍ، محاکمو، ګمرکونو، کابل ښاروالۍ او داسې نورو کې اداري فساد شته.

لودين زياته کړه، چې د ده په اداره کې يو شمېر کارکوونکي په اداري فساد اخته دي؛ خو له دې چې په دې اړه اسناد په لاس کې نه لري، تصميم نه شي نيولى.

خوهغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل، چې د يو شمېر زورواکانو او د ځمکې د غاصبانو دوسيې، چې د ميليونونو ډالرو په اختلاس او زرګونو جريبو ځمکو په غصب تورن دي، په دې اداره کې شته.

لودين زياته کړه: ((خو له دې کبله چې په محاکمو کې برائت ورکول کېږي، نه شو کولاى څو مجرمين په قانوني توګه ثبوت کړو.))

هغه زياته کړه، چې په ګمرکونو کې هم اداري فساد شته او د ننګرهار له ګمرک څخه ٨٣٩ ميليونه افغانۍ ورکې دي.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، لودين څه موده وړاندې ويلي و،چې د حيرتان ګمرک له عوايدو څخه درې نيم ميليارده افغانۍ ورکې شوي او په يو شمېر نورو ګمرکونو کې هم اختلاس شوى دى.

لودين په نننۍ ناسته کې وويل، چې په کابل ښاروالۍ کې هم پيسې حيف او ميل کېږي او د دې ښاروالۍ له لوري، چې کومې پروژې ترسره شوې دي، کيفيت نه لري.

نوموړي وويل، د کابل له ښاروالۍ سره د سړکونو د رغولو په خاطر ميليونونه ډالره مرسته شوې ده؛ خو هېڅ بنسټ نشته چې د دې ادارې له کار څخه څارنه وکړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، څو د لودين د څرګندونو په اړه د لويې څارنوالۍ او د حکومت د رسنيو د مرکز نظرونه واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ټينګه نه شوه.

خو د کابل ښاروالۍ د عامه اړيکو او اطلاعاتو مسوول محمداسحق وويل، چې له تېرو دوو کلنو راپدېخوا دې ادارې، د اداري فساد په وړاندې مبارزه پيل کړې او اوس هم دوام لري.

هغه له نورو جزئياتو پرته زياته کړه، چې د دې ادارې د مسوولينو د هڅو په پايله کې، د تېرو څو کلونو په ترڅ کې په دې اداره کې اداري فساد لږ شوى دى.

لودين د پوهنتون له استادانو وغوښتل، څو د درس له پيل څخه مخکې هره ورځ، د څو دقيقو لپاره د اداري فساد د زيانونو په اړه په ټولګيو کې محصلينو ته معلومات ورکړي.

نوموړي د اداري فساد په له منځه وړلو کې د پوهنتون د استادانو او مسوولينو همکاري اړينه وبلله او زياته يې کړه: ((که چېرته تاسو له موږ سره د اداري فساد په له منځه وړلو کې مرسته ونه کړئ، موږ په يواځې سره نه شو کولى له هېواد څخه د دې پديدې لمن ټوله کړو.))

لودين وويل، هڅه کوي چې د اداري فساد په له منځه وړلو کې د ټولو ارګانونو له مسوولينو سره ناستې ولري.

د کابل پوهنتون مشر پوهاند حميدالله امين په ياده غونډه کې وويل، چې د محصل بريالي کول او تبديلي د واسطې له لارې هم، په کابل پوهنتون کې يو ډول فساد دى.

د پوهنتون مشر زياته کړه: ((که ولسمشر، د هغه مرستيالان، قاضي القضات، لويه څارنوالي او د ولسي جرګې رييس ووايي، چې هر ډول ناقانونه امر تاسو ته درشي، که زموږ له خوا هم وي، هغه ونه منئ، په دې صورت کې موږ کولى شو چې د فساد جرړې له منځه يوسو.))

د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد دوکتور محمداياز نيازي وويل، چې د فساد په مخنيوي کې د انسان د اخلاقو، ايمان او وجدان تقويه کول، بنسټيز شرط دى.

همداراز نوموړي، کورني کلتور ته وده او د پردي فرهنګ او د معافيت کلتور له منځه وړل، په هېواد کې د اداري فساد په له منځه وړلو کې له اساسي شرطونو څخه ياد کړل.

نيازي وويل: ((د دې پرځاى چې بهرني سريالونه خپاره شي، د رسنيو له لارې بايد د اداري فساد او انسان تښتونې پر وړاندې او د نورو روزنيزو موضوعګانو په اړه فلمونو ته ځاى ورکړل شي.))

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version