ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“يو شمېر واليان او وزيران په فساد کې ښکېل دي”

16 Apr 2013 - 17:37
16 Apr 2013 - 17:37

کابل (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې لويه څارنوالي د اداري فساد دوسيو ته په نه لاسرسي تورنه کړه او وايي، چې د وزيرانو، واليانو او ښاروالانو د قضيو په ګډون يې ١٩٠ قضيې دغه بنسټ ته استولې، خو په اړه يې هېڅ اقدام نه دى شوى.

د دې ادارې رييس عزيزالله لودين وايي، چې له اداري فساد سره مبارزه د يوې ادارې مسووليت نه دى، بلکې له يو عادي وګړي نيولې تر ولسمشر پورې ټول مسووليت لري، چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه او په دې برخه کې همکاري وکړي.

د هغه په وينا، په تېرو دوو کلونو کې يې د وزيرانو، واليانو او ښاروالانو د قضيو په ګډون ١٩٠ قضيې لويې څارنوالۍ ته استولې، خو څارنوالۍ په دې برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

لودين د دغو چارواکو نومونه وانه خيستل، خو په لويه څارنوالۍ يې د نيوکې په ترڅ کې وويل: “له څارنوالۍ سره، د اداري فساد دوسيو ته د رسېدو په برخه کې ستونزه لرو، له همدې امله مو څو ځلې ولسمشر ته وړانديز وکړ، چې لږ تر لږه له اداري فساد سره د مبارزې څارنوالي دې د خپلو اجرااتو له مخې له اداري فساد سره د مبارزې په عالي ادارې پورې وتړي، څو د دغو دوسيو برخليک څرګند شي.”

له لويې څارنوالۍ سره له پرلپسې اړيکو بيا هم ونه توانېد، چې د دې ادارې نظر واخلو.

له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رييس وويل، واقعيت دا دى، چې د اداري فساد ضد له شوې مبارزې سره سره لا هم دغه پديده په افغانستان کې په پراخه بڼه موجوده ده او له منځه وړل يې يو ملي عزم ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، تر هغو چې د بېلابېلو دولتي ادارو ترمنځ همغږي او همکاري نه وي، له اداري فساد سره په مبارزه کې د افغانستان د خلکو او نړيوالې ټولنې له توقع سره سمه پايله نه شي ترلاسه کېداى.

لودين په ډاګه کړه، ولسمشر، وزيران، واليان او نور لوړپوري حکومتي چارواکي بايد له اداري فساد سره په مبارزه کې جدي هڅې وکړي.

نوموړي، له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي د يوه ژمنليک په غونډه کې د خبرو پر مهال خبردارى ورکړ: “هر څوک، چې په هر مقام کې وي، حتى که ولسمشر هم وي، خو چې په فساد کې ښکېل شو، نو بې له دې چې وېره ترې ولرم، خلک به پرې خبرکړم.”

دغه ژمنليک د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې ترمنځ نن لاسليک شو.

د دغه ژمنليک په يوه برخه کې ويل شوي، چې د حج او اوقافو وزارت مسووليت لري، څو په دې اړه خلک د جوماتونو او تکيه خانو له لارې د فساد پر زيانونو خبر کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې دعالي ادارې رييس په داسې حال کې، چې له اداري فساد سره په مبارزه کې يې د عالمانو په همکارۍ ټينګار وکړ، وويل، چې عالمان بايد په دې برخه کې خپل دينې او اسلامي مسووليت ترسره کړي.

د لودين په وينا، د اداري فساد کچه په هېواد کې اوج ته رسېدلې، هغه په دې اړه زياته کړه: “موږ بايد خلک له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې وپوهوو او له اداري فساد سره مبارزه بايد د اسلام، شرعې او له علمي نظره پيل شي او عالمان کولاى شي، چې په دې برخه کې اغېزمن رول ولري.”

دارشاد ، حج اوقافو وزير محمديوسف نيازي هم دغه ژمنليک مهم وباله او ويې ويل ، چې له دې وړاندې هم دجوماتونو او دجمعې ورځې خطبو کې داداري فساد په اړه عامه پوهاوى ورکړل شوى ، خو بسنه يې نه کوله او اړينه ده ، چې عالمان په دې برخه کې زيات کار وکړي او له اداري فساد سره دمبارزې عالي ادارې سره همکار وي .

هغه دهېواد له عالمانو وغوښتل ، چې په دغه برخه کې خپل اسلامي مسووليت تر سره کړي .

نيازي زياته کړه، د حج او اوقافو وزارت تصميم لري، چې د اداري فساد د له منځه وړو او کمولو له پاره له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې لاسنيوى وکړي او د اسلام له نظره د اداري فساد زيانونه په جوماتونو او تکيه خانو کې د مبلغينو له لارې تبليغ کړي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د روڼوالي نړيوال سازمان په وروستي راپور کې افغانستان د اداري فساد له اړخه د نړۍ د هېوادونو په سر کې راغلى دى.

 

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version