ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: اداري فساد د افغانستان د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دى

11 Dec 2011 - 19:28
11 Dec 2011 - 19:28

کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): حکومت او افغان ولس له اداري فساد سره د مبارزې په پروسه کې يواځې نه دي، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه د افغان دولت او ولس له هڅو څخه په دې لار کې ملاتړ کوي.

 دا مطلب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي د مرستيال والفکنګ ويسبروډ وبر(Wolfgang weisbrod-Weber)  نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په لمانځ غونډه کې، چې ولسمشرحامد کرزي هم په کې ګډون کړى و، په ډاګه کړ.

 والفکنګ وايي، چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزي ستراتيژي پر پلي کولو د څارنې عالي ادارې هڅې، چې د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې جوړه شوې ده، ملاتړ کوي.

 د هغه په وينا، افغان ولس د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ټينګار کوي، ځکه چې اداري فساد د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په مخکې ستر خنډ دى.

 هغه په افغان دولت کې د اداري فساد په شتون، د ولسمشر حامدکرزي او نورو دولتي چارواکو څرګندولو ته په اشارې سره وويل، چې افغان چارواکي هم د فساد پر ضد د مبارزې ټينګار کوي.

 هغه وويل چې له همدې امله، افغان حکومت په ٢٠٠٤ کال کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزي نړيوال کنوانسيون لاسليک کړ.

 والفکنګ وايي، چې د ملګري ملتونه سازمان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې (UNDP) له لارې د روڼوالي او حساب ورکونې پروژه، چې په ٢٠٠٨ کال کې جوړه شوه، له اداري فساد سره د مبارزي په لار کې د افغان حکومت له هڅو څخه ملاتړ کوي.

 نوموړي په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له هڅو څخه، چې د عامه پوهاوي او ظرفيتونو رامنځ ته کول دي، اشاره وکړه او ويي ويل، چې د څار عالي ادارې ته يې تخنيکي همکارۍ برابرې کړې دي.

 نوموړي په دې برخه کې له نشه يي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) له همکاريو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، چې دې ادارې د افغانستان له بېلابېلو ادارو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په لار کې مرسته کړې ده.

 هغه وويل: ((د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر، د اداري فساد پر ضد د مبارزې د څار ادارې د قانون له طرحې، د عدلي او قضايي پرسونل روزنې، د څارنوالانو او پوليسو ترمنځ د همغږۍ پيدا کولو، قضيو ته رسېدل، عدليې وزارت او د څار عالي ادارې سره مالي او تخنيکي مرستې له اداري فساد سره د مبارزي د قانون د حکمونو په پلي کولو او له اداري فساد سره د مبارزې د ستراتيژۍ د تطبيق  په برخو کې  مرسته کړې ده.))

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version