اسعداباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٠): د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې پنځه وسله وال نيول شوي دي.
په ختيځ کې د دويمې لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول جګړن شيرين اغا د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ د پلوڅو په کلي کې د ګډو ځواکونو له خوا د چاڼيزو عملياتو پرمهال ٥ وسله وال له وسلو سره نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې ٣ تنه د يادې شوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاتې دوه تنه مشکوک دي، چې له پلټنو وروسته به د دغو کسانو د اوسېدو ځاى معلوم شي.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ (د ليندۍ ٢٠مه) په ناړۍ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې شل تنه له وسله والو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
د ناړۍ ولسوال ګل زمان پژواک ته وويل، چې دا عمليات د يادې شوې ولسوالۍ په ساو، شيرګل او ازيرګل په سيمو کې ترسره شوي شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو کسانو کې دوه تنه په ټپي حالت کې له وسلو سره نيول شوي دي.
دغه عمليات له هغې وروسته ترسره کېږي چې د ليندۍ په ١٨مه، په غازي اباد ولسوالۍ کې د جمعې له لمانځه وروسته د جومات په لويه دروازه کې يو ځانمرګى بريد ترسره شو، چې له امله يې د دغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون په کې ٦تنه وژل شوي وو.
د يادوشويو دواړو پېښو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن