ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه سرګروپ په ګډون يو شمېر وسله وال طالبان ونيول شول

11 Dec 2011 - 17:05
11 Dec 2011 - 17:05

لښکرګاه، جلال اباد، کلات (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٠): په هلمند کې څلور وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شول او په ننګرهار او زابل کې د يوه سرګروپ په ګډون يو شمېر وسله وال طالبان ونيول شول.

د هلمند د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي چې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، څلور وسله وال مخالفين د سولې پروسې له لارې له افغان دولت سره يو ځاى شول.

د سرچينې په وينا، دغو وسل وال له تېرو څو کلونو راهيسې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې له افغان او بهرنيو ځواکونو سره پر وسله واله مبارزه بوخت وو.

خبرپاڼه کاږي، چې په يادو شويو مراسمو کې د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل، چې دغه کسان د بېلابېلو لاملونو له کبله د دولت په مخالفت كې ولاړ وو، چې د دې ولايت د سولې د عالي شورا د کمېټې او قومي مشرانو په هلوځلو يې له جګړې څخه لاس واخيست.

د والي په وينا، په دې ولايت كې زياترو هغو افغان وسله والو مخالفينو، چې له دولت سره په وسله واله مبارزه بوخت وو، اوس يې له جګړې څخه لاس اخيستى؛ خو يواځې همدې څلورو کسانو وغوښتل چې ځانونه رسنيو ته ښکاره کړي.

په خبرپاڼه کې د هلمند د والي له خولې راغلي، چې له ځينو نورو وسله والو ډلو سره هم خبرې روانې دي، چې په نږدې راتلونكي كې به په لوړه كچه وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

دغه راز په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې له دولت سره يو ځاى شويو کسانو ويلي دي، چې دوى له تېرو پنځو كلونو راهيسې له افغان دولت سره وسله واله مبارزه کوله او دوى ته د دولت په اړه ناسم معلومات وركړل شوي وو.

د يو بل خبر له مخې، بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د يوه سرګروپ په ګډون د څو وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکړى دى.

په ختيځو ولايتونو کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې ځواکونو يې تېره شپه د دغه ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو جنګياليو يو سرګروپ له څو تنو ملګرو سره د عملياتو پر مهال نيولى دى.

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل، چې ياد شوي عمليات تېره شپه د دوى په کلي کې ترسره شول او درې تنه يې له ځان سره بوتلل؛ خو د عملياتو ځاى ته د ايتلافي ځواکونو له خوا څوک نه پرېښودل کېدل.

د غني خېلو ولسوال حاجي زلمي پژواک اژانس ته وويل، چې ايتلافي ځواکونو ورته د عملياتو په اړه څه نه دي ويلي او په اړه يې تراوسه معلومات نه لري.

د ننګرهار والي وياند احمد ضياء عبدالزي ومنله، چې په سيمه کې د ګډو ځواکونو له لوري عمليات ترسره شوي او له مخالفينو سره د تړاو په تور دوه تنه نيول شوي دي.

خو نوموړي يې هم په اړه نور جزئيات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دوو بېلابېلو عملياتو کې څلور تنه د دولت مخالفين ژوندي نيول شوي دي.

د دې ولايت د والي مرستيال محمدجان رسوليار د ليندۍ په ۲۰مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ورځې په اوږدو کې، پوليسو د شاه جوی په ولسوالۍ کې عمليات درلودل.

د ده په خبره، د عملياتو په جريان کې دوه طالبان له يوه ريموټ کنټرول ماین او يوه موټرسايکل سره يو ځای ژوندي نيول شوي او اوس د پوليسو له خوا کلات ښار ته رالېږدول کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په نيول شويو کې يو تن په شاه جوى کې د طالبانو د يو مشهور قوماندان ملا محمدنبي ورور دى.

بل خوا ايساف ځواکونه وايي، چې نن سهار يې په کلات ښار کې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يو قوماندان له يو بل ملګري سره ژوندی نيولی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن د دغو ځواکونو له خوا خپره شوې، ويل شوي چې نيول شوي قوماندان د بريدونو په طرحه کولو او په زابل کې د ماينونو او چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس درلود.

د زابل دولتي چارواکي، که څه هم د دغو عملياتو په اړه بې خبري ښيي، خو د کلات ښار د الله مسجد يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې نيول شوی کس د دوى کليوال دى او حاجي حبيب الله نومېږي.

هغه وويل چې حاجي حبيب الله، په ښکاره له طالبانو سره کومې اړيکې نه درلودې او له هغه سره يې د کورنۍ يو بل غړی هم بهرنيو ځواکونو له ځان سره وړی دی.

د يادولو وړ ده چې تېره ورځ هم، په شاه جوى ولسوالۍ کې د اتو وسله والو طالبانو د نيول کېدو خبر ورکړل شوی و.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version