ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قوماندان ازاد خان: پاکستان د بلخ طالبانو ته ١٢ميليون کلدارې ورکوي

قوماندان ازاد خان: پاکستان د بلخ طالبانو ته ١٢ميليون کلدارې ورکوي

author avatar
18 Jan 2016 - 16:48
قوماندان ازاد خان: پاکستان د بلخ طالبانو ته ١٢ميليون کلدارې ورکوي
author avatar
18 Jan 2016 - 16:48

مزارشريف (پژواک، ۲۸ مرغومی ۹۴): په بلخ ولايت کې د سولې له پروسې سره د يو ځای شوو وسله والو طالبانو قوماندان وايي چې په هېواد کې د ورانکارۍ لپاره يې په پاکستان کې نظامي زده کړې کړې او د همدې هېواد له خوا وسله وال شوي وو.

دی وايي چې له پاکستانه په هرو دریو مياشتو کې ددغه ولايت وسله والو طالبانو ته ۱۲ ميليون کلدارې د افغان حکومت پر خلاف د جګړې لپاره استول کېږي.

د بلخ د سولې د عالي شورا له کمېسيون سره د مرغومي په ۲۸مه د قوماندان ازاد خان په ګډون د دغه ولايت دوولس وسله وال طالبان يوځای شول.

له سولې پروسې سره يو ځای شوي قوماندان ازاد خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دريو کلونو راهيسې د افغان حکومت پر خلاف جنګېدلی او له تېر يو کاله راهیسې پوه شوی چې دوی غولېدلي؛ بايد ټوپک کېږدي او له سولې پروسې سره يو ځای شي.

نوموړي زياته کړه چې دوی په بلخ ولايت کې د البرز په سيمه کې د پرتو وسله والو طالبانو له خوا رهبري کېدل او د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې د حکومت پر خلاف کړنې کولې.

د هغه په وينا، دوی ته مهمات له پاکستانه راتلل او وسلې به يې همدلته په سيمه کې د پيسو په بدل کې پيدا کولې.

ازاد خان وويل: ((په بلخ کې د حکومت پر خلاف ډېری جنګېدونکو وسله والو طالبانو په پاکستان کې نظامي زده کړې ليدلې دي؛ زه هم د څو مياشتو لپاره پاکستان ته د نظامي زده کړو لپاره تللی وم او بيا بېرته د حکومت پر خلاف دلته په جګړه اخته شوم.))

نوموړي ادعا وکړه، چې وسله والو طالبانو ته پيسې هم له پاکستانه راځي چې په همدې لړ کې بلخ ته په هرو دريو مياشتو کې ۱۲ميليون کلدارې د دغه ولايت وسله والو طالبانو ته استول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د يادو پيسو تر څنګ به دوی په سيمه کې له خلکو عشر او زکات هم اخيسته ، چې يوه برخه لګښت يې پرې پوره کېده.

د هغه په وينا، دوی پوه شوي چې وسله وال طالبان د افغانستان دښمنان دي، په همدې موخه له سولې پروسې سره يوځای شول، چې بېرته د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغانانو د سوکالۍ په موخه جنګ وکړي او له دې وطنه يې وباسي.

د بلخ ولايت د سولې د عالي شورا کمېسيون مشر بازمحمد غريب يار پژواک ته وويل، چې د قوماندان ازاد خان په ګډون له سولې پروسې يو ځای شوي  دوولس وسله وال  طالبان د نهرشاهي ولسوالۍ له کمپيرک سيمې سره تړاو لري.

نوموړي زياته کړه چې د دغو يوځاى شوو وسله والو په ګډون په بلخ ولايت کې له سولې پروسې سره د يو ځای شوو وسله والو شمېر ۳۳۶ کسانو ته ورسېد.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.