ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون لس طالبان له دولت سره يوځاى شول

خوست ښار-مهترلام (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٠): په خوست او لغمان ولايتونو کې د يوه قوماندان په ګډون ١٠ وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي.

 د خوست د ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه د ليندۍ په ٣٠مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په دغه ولايت کې د دولت ۹ وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځای شول.

 د سرچينې په وينا، ياد کسان ټول د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکي دي او په همدې سيمه کې يې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

 په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د سولې له پروسې سره يوځای شوو کسانو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د هېواد د بيارغونې او امنيت په برخه کې له افغان دولت سره مرسته کوي.

 په خوست کې د سولې د عالي شورا د ولايتي دفتر له پرانيستو وروسته دغه لومړی ځل دی، چې د دولت وسله وال مخالفين د سولې له پروسې سره يوځای کېږی.

 د يو بل خبر له مخې، په لغمان ولايت کې هم د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له دولت سره يوځاى شوى دى.

 د لغمان د دولت شاه او عليشنګ ولسواليو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان حاجي نورالله پژواک اژانس ته وويل، ياد قوماندان هفته ګل نوميږي او په دولت شاه ولسوالۍ کې يې د دولت ضد فعاليت کاوه.

 د هغه په وينا، دغه کس نن په سيمه کې له افغان دولت سره يوځاى شو.

 د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان هفته ګل پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د ناپوهۍ له امله په پاکستان کې د يو شمېر کسانو له خوا وسله وال مخالفت ته هڅول شوى و.

 د ده په وينا، له دې وروسته به هڅه کوي، چې خپل نور ملګري هم د سولې له پروسې سره يوځاى کړي او له جګړې لاس واخلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version