ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۵ طالبان له حکومت سره يوځاى شول

30 Jan 2021 - 18:19
30 Jan 2021 - 18:19

مهترلام (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): په لغمان کې د یوه قوماندان په مشرۍ د وسله والو طالبانو ۱۵ کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای او خپلې وسلې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې.

د لغمان ولايت د رسنيو له دفتر څخه د سلواغې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو وسله والو په خپلو تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې ده.

په خبرپاڼه کې د مرستيال والي شهزاده مظلوميار له قوله راغلي چې د ملي امنیت منسوبینو په هڅو د وسله والو طالبانو د یوه ځايي قوماندان بازي خان چې مشهور په شاهین دی، تر مشرۍ لاندې د وسله والو طالبانو ۱۵ فعال غړي د حقیقت په درک کولو سره د سولې له پروسې سره یوځای او له جګړې لاس په سر شول.

ده زياته کړې، د سولې لپاره د ولایتي ادارې دروازې خلاصې دي او ټول هغه وسله وال چې غواړي په امن او سوله کې خپل ژوند تېر کړي، حکومت یې هرکلی کوي.

مرستیال والي دغه راز د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر غړي عباس ستانکزي وروستۍ څرګندونې په کلکه رد او هغه یې د افغانستان د دښمنانو څرګندونې وبللې.

د سولې له پروسې سره یوځای شویو وسله والو له ډلې عبدالله وويل، د نورو په لمسون تېر وتي وو، خو کله چې طالبانو له امريکا سره سوله وکړه او د حکومت پر ضد يې جګړه توده کړه، نو ځکه يې د طالبانو ليکې پرېښودې.

دوی ژمنه وکړه چې نور به هیڅکله د وطن د ورانه ولو په خاطر وسله پورته نه کړي.

خو طالبانو د دې موضوع په تړاو تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version