مهترلام (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د لغمان چارواکي وايي چې لس وسله وال مخالفين له خپلو وسلو د سولې له پروسې سره نن يوځاى شوي دي.
د دې ولايت د ملي امنيت يوې سرچينې د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې لس کسيزې ډلې، د دې ولايت د الينګار ولسوالۍ د ګردي سالاب په سيمه کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليت کاوه.
سرچينې زياته کړ، چې دغه کسان د ملي امنيت د موظفينو او د سيمې د قومي مشرانو په هلو ځلو د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.
د ملي امنيت موظفين وايي، چې دغو کسانو اته کلاشنکوفونه، يو راکټ او يو کره بين هم له ځان سره راوړي دي.
د تسليم شوې ډلې مشر قوماندان عبدالکبير پژواک اژانس ته وويل، چې تر اوسه دوى د ناپوهۍ له امله د خپل ولس پر ضد ولاړ وو.
هغه زياته کړه: ((موږ ته ويل شوي وو، چې په افغانستان کې ټول کافران دي؛ خو موږ وليدل چې دلته الحمد لله ټول مسلمانان دي او د خپلو مسلمانانو وروڼو پر ضد مو نور له جګړې لاس واخيست.))
د نوموړي په وينا، له دې وروسته به په هېواد کې د سولې او بيارغونې په برخو کې خدمت کوي.
د لغمان والي اقبال عزيزي، نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې له تېرې اونۍ راهيسې، ١١٠ وسله وال مخالفين دولت ته تسليم شوي دي.
د هغه په وينا، په روان لمريز کال کې د دوى لويه لاسته راوړنه همدا وه، چې ډېرى مخالفين له دولت سره يوځاى شوي دي.
نوموړي وويل، چې په دې ولايت کې تراوسه ٢٦٥ وسله وال مخالفين له دولت سره يو ځاى شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن