ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ١٥ داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول

ننګرهار کې ١٥ داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول

author avatar
18 Nov 2018 - 14:56
ننګرهار کې ١٥ داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول
author avatar
18 Nov 2018 - 14:56

جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو ۱۵ داعش وسله وال له خپلو وسلو سره يوځای د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.

د سولې له پروسې سره يوځای شويو داعشيانو ويل، وروسته له هغه چې پر ملکي افغانانو يې د داعش ډلې ظلمونه وليدل، له دغې ډلې سره له اړيکو لرلو لاس په سر شول.

دغه وسله وال د لړم په ۲۷مه د ننګرهار ملي امنيت رياست په انګړ کې د سولې له پروسې سره يوځای او له دولت ضد فعاليتونو يې لاس واخيست.

د وسله والو د يوځای کېدو په تړاو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو نن پنځلس داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول.

هغه زياته کړه، يوځای شويو وسله والو ددغه ولايت نازيانو، اچين، هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې او اوس يې خپلې وسلې او مهمات هم له ځانه سره راوړي دي.

د خوږياڼي په وينا، دولت ته تازه تسليم شويو وسله والو وروسته له هغه د سولې لار خپله کړه، چې په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملياتو کې پرمختګ وشو او پر هغوی د فعاليت ساحه راتنګه شوه.

دی زياتوي، تر دې څو ورځې وړاندې هم ۹ داعش وسله وال چې ټول بهرنيان و، د سولې له پروسې سره يوځای شوي و، چې څو ورځې وروسته به کابل کې رسنيو ته وښودل شي.

بلخوا د سولې له پروسې سره يوځای شوي وسله وال وايي، د ملکي افغانانو پر وړاندې د داعش ډلې ظلمونو او د بې ګناه کسانو وژلو دې ته اړل کړل چې د سولې له پروسې سره يوځای شي.

د بنګ ګل په نوم يو سپين ږيری وسله وال چې کلونه يې د داعش په ليکو کې د دولت ضد جګړه کړې وايي، ورته ويل شوي وچې افغان حکومت او د حکومت پلويان ټول مرتد دي او پر وړاندې يې جهاد رواه دی.

دی وايي، دغې ډلې پر بې ګناه افغانانو هم رحم نه کاوه او حتی د سړکونو او پلونو او نورو عامه ځايونو په ويجاړولو يې پيل کړى و، چې دغې چارې دوی د سولې پروسې سره يوځای کېدو ته اړ کړل.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري د دغو وسله والو يوځای کېدل د هېواد د ابادۍ لپاره مهم ياد کړ او يادونه يې وکړه چې د وضعيت د ښه والي لپاره له سولې پرته بله لار نشته.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادولو ده چې په تېرو پنځو مياشتو کې ننګرهار کې ۲۱۵ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.