ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول

author avatar
3 Apr 2013 - 15:43
د يوه قوماندان په ګډون اوه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځاى شول
author avatar
3 Apr 2013 - 15:43

جلال اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٢): په لغمان ولايت کې د وسله والو مخالفينو د مشهور قوماندان نبي مرستيال له خپلو شپږو ملګرو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شو.

د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په لغمان ولايت کې د کوېټې شورا اړوند د مشهور قوماندان مرستيال، دولت مير له خپلو شپږو نورو ملګرو سره د سولې له روان بهير سره يو ځاى شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ياد قوماندان او ملګرو يې د الينګار ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

هغه وويل، چې دغه کسان د ملي اردو د ځواکونو په هڅو د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

مجددي وايي: ((ټولو مخالفينو ته مې پيغام دا دى، چې نور دې سوله وکړي.))

د لغمان والي زياته کړه، چې په نږدې وختونو کې به په لسګونه نور وسله وال هم د سولې له پروسې سره يوځاى شي، چې په يو ځاى کېدو سره به يې په لغمان کې امنيت لا ښه شي.

د لغمان د سولې د ولايتي کمېټې رييس حاجي محمدعمر وايي، چې يادو وسله والو د سولې کمېټې ته اوه ډوله بېلابېلې وسلې هم سپارلي، چې وروسته به د سولې کمېټې له لوري  ډاياک پروګرام ته وسپارل شي.

 دى وايي، چې له دې لارې به يو شمېر نور وسله وال مخالفين هم د سولې له پروسې سره يوځاى شي.

د حاجي محمدعمر په خبره، هر هغه وسله وال، چې د سولې له بهير سره يوځاى کېږي، تر يوه کاله به يې قوماندان ته ١٣٠٠٠افغانۍ او غړو ته به يې د مياشتې ٨٠٠٠ افغانۍ تنخوا ورکوي او د دې تر څنګه به د بېلابېلو مسلکونو زده کړو ته هم ور وپېژندل شي.

د يوځاى شوې وسله والې ډلې قوماندان دولت مير پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا يې ګڼې ورانکارې کړنې ترسره کولې، خو اوس پوه شوى چې دولت د دوى په ګټه دى او دوى د بل چا په اشاره جګړه کوله.

هغه زياته کړه: ((موږ ته ګاونډي هېواد پيسې راکولې او جنګ ته يې هڅولو.))

نوموړي د کوم هېواد نوم وانه خيست خو زياته يې کړه، چې له دې وروسته به پر يو شمېر نورو ملګرو هم کار وکړي، تر څو هغوى هم د سولې له بهير سره يوځاى کړي.

ياده دې وي، چې تر اوسه په لغمان کې ٣٠٠ تنه د سولې له پروسې سره يوځاى شوي دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.