ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا پلاوي د هلمند په مارجه او نادعلي کې شوي پرمختګونه وستايل

13 Dec 2011 - 12:19
13 Dec 2011 - 12:19

لښکرګاه (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د ولسي او مشرانو جرګې ١٥ کسيز پلاوى د هلمند له مارجې او نادعلي ولسواليو څخه د ليدنې پر مهال، په دغو سيمو کې شوي پرمختګونه وستايل.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پلاوى پرون لښکرګاه ته راغلى و او له والي ګلاب منګل او نورو ځايي چارواکو سره يې يادو ولسواليو ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه، چې په پلاوي کې عبدالودود پوپل، شيخ نعمت الله غفاري، حبيبه سادات، نسيمه نيازۍ، ميرولي خان، نادرخان كټوازى، ګل پاچا مجيدي، انجنير محمدابراهيم غښتلى، محمدعلم ايزديار، مولوي عبدالولي راجع، ډاكتر بشيراحمد صميم، حجت الاسلام خالقداد بلاغي، مولوي محمود دانشجو، نعمت الله پوپل او عبدالاحد سلطانزوى ګډون درلود.

د احمدي په وينا، دغه پلاوي په لښکرګاه کې له والي ګلاب منګل او نورو ځايي چاروکو او امنيتي مسوولينو سره وليدل او د دغه ولايت د امنيت او بيارغونې په برخه کې يې معلومات ترلاسه کړل.

سرچينه زياتوي، په دې كتنه كې د دغه پلاوي غړو په هلمند كې ترسره شوي پرمختګونه وستايل او په دغه ولايت كې يې له ناټو ځواكونو څخه افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد د لړى ملاتړ وكړ.

د ياد پلاوي په استازيتوب د مشرانو جرګې لومړى مرستيال محمدعلم ايزديار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نوموړي ولايت ته يې د سفر موخه د روانو حالاتو ارزول او د دې ترڅنګ په امنيتي او نورو برخو كې د ترسره شوو پرمختګونو په اړه خبرې او مشورې كول وې.

د نوموړي په وينا، له دې سره سره چې په تېرو درېيو كلونو كې په دغه ولايت كې د امنيت او بيا رغونې په برخه كې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي، دغه راز د نشه يي توکو په کرکيله کې هم د پام وړ کموالى راغلى دى.

نوموړي هيله څرګنده كړه، چې دغه مهال په دغه ولايت كې د امنيتي ځواكونو تر منځ ښه همغږۍ شتون لري چې په دغه ولايت کې به د نورو پرمختگونو لامل هم شي.

ياد پلاوي د مارجې او نادعلي له ولسواليو سربېره په لښكرګاه كې له ځينو تاريخي سيمو هم ليدنه وکړه.

د هلمند ولايت له مقام څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي او مشرانو جرګې دغه ١٥ کسيزه پلاوى د مارجې په جامع جومات کې لمونځ وکړ، په ښار کې هم وګرځېد او د خلکو ستونزې يې واورېدې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version