ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ د ملي او هلمند لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره کېږي

author avatar
24 Dec 2011 - 16:23
author avatar
24 Dec 2011 - 16:23

لښکرګاه ( پژواک ٣ مرغومى  ٩٠ ) : د هېواد د کرکټ ملي لوبډله ددوستانه سيالۍ ترسره کولو په موخه د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه ته ورسېده.

په دې پلاوي کې د نوروز منګل په مشرۍ د ملي لوبډلې ١٦ لوبغاړي، د ملي لوبډلې منيجر شفيق الله ستانکزى، د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود او د کرکټ بورډ سلاکار انور شاه قريشي او يو شمېر نور کسان شامل دي.

د لښکرګاه  ملکي هوايي ډګر ته په رسېدو، د هلمند والي ګلاب منګل، ځايي چارواکيو ، قومي مشرانو او لوبغاړو د هېواد د ملي لوبډلې او ورسره  راغلي پلاوي هرکلى وکړ.

د هلمند والي په هوايي ډګر کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هېواد ملي لوبډله به په هلمند ولايت کې د بيارغونې او امنيت په برخه کې له شويو پرمختګونو څخه ليدنه وکړي او ددې ولايت له لوبډلې سره به د کرکټ دوستانه لوبه ترسره کړي.

نوموړي زياته كړه چې د هېواد ملي لوبډله په دې وروستيو کې ښه ځلېدلې او دهغوى د تشويق په موخه يې لښکرګاه ته راغوښتې ده.

د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نورز منګل هم پژواك خبري اژانس ته وويل چې دوى هلمند ته په رسمي ډول رابلل شوي او له همدې امله دهلمند ددولتي چارواكيو اوپه ځانګړې توګه له والي ګلاب منګل څخه مننه كوي.

هغه زياته کړه چې ددې سفر په اوږدوكې به په لښكرګاه كې دوستانه لوبې وكړي او د ځايي كركټ له بورډ سره به مرسته وكړي، تر څو ځايي كركټ لوبډله په خپلو تمريناتوكې مسلكي او غښتلي شي.

د نوموړي په وينا، دوى به ددې ولايت له ځايي لوبغاړو او مسوولينو سره خپلې تجربې شريکې کړي.

د کرکټ بورډ مرستيال او سلاکار وزير شهزاده مسعود پژواک اژانس ته وويل چې  تر اوسه خلکو له هلمند څخه يواځې د جنګونو خبرونه اورېدل، خو دا دى نن امنيت دومره ښه شوى، چې د هېواد ملي لوبډلې دې ولايت ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه چې دوى له ځانه سره دسولې او يووالي پيغام راوړى  او د هلمند له خلکو غوښتنه کوي چې له خپل دولت سره مرسته وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.