ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د ګمرکونو د ملي روزنيز مرکز ودانۍ جوړېږي

13 Dec 2011 - 19:13
13 Dec 2011 - 19:13

کابل (پژواک ٢٢ ليندۍ ٩٠): د امريکا د متحده ايالتونو او اروپايي ټولنې په شاوخوا ١٨ ميليونه ډالره مرسته په کابل کې د ګمرکونو د ملي روزنيز مرکز ودانۍ جوړېږي.

د ماليې وزارت د عوايدو او ګمرکونو مرستيال سيد مبين شاه وايي، ياده شوې ودانۍ چې د بنسټ ډبره يې نن کېښودل شوه، پر ٣٤ جريبه ځمکه جوړېږي او د جوړولو چارې به يې د راتلونکي زېږديز کال تر پايه بشپړې شي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې روزنيز مرکز د ودانۍ جوړولو لپاره د امريکا متحده ايالتونو ٧ ميليونه ډالره او اروپايي ټولنې نهه ميليونه يورو مرسته کړې ده.

سيد مبين شاه وايي، چې د ګمرکونو ملي روزنيز مرکز دا مهال د پوليسو اکاډمۍ اړوند يوه ودانۍ کې فعاليت لري او په کال کې سل تنه فارغوي.

خو ده وويل، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دې مرکز د جذب وړتيا تر درېيو سوو تنو لوړه شي.   

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د دې روزنيز مرکز د بنسټ ډبرې د ايښودلو په اړه په جوړه شوې غونډه کې، د ګمرکونو د روزنيز مرکز جوړېدل ډېر مهم وبلل او په ګمرکونو کې يې د تاسيساتو جوړېدل، د ظرفيت لرونکو کسانو په دنده ګومارل او د فساد پر وړاندې مبارزه هغه څه ياد کړل، چې په وينا يې د ګمرکونو د عوايدو په زياتوالي کې عمده رول لري.

زاخېلوال وايي، که څه هم نړيوالو د بن په نړيوال کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه؛ خو افغانستان ته په کار ده چې پر ځان د بسيا کېدو لپاره خپل کدرونه وروزي.

زاخېلوال زياته کړه: ((هر هغه هېواد چې په نړيوالو کومکونو متکي واوسي، نه شي کولى چې يو پايدار نظام ولري، په دومره حد کې چې کومکونه له افغانستان سره کېږي، دا مطلقه استثنا ده او دا استثنا دوام نه شي پيداکولى.))

په نننۍ غونډه کې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر او په کابل کې د امريکا سفير هم ګډون درلود.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مشر ويګوداس اوشاتکس وويل، هيله لري چې د دې روزنيز مرکز په جوړېدو سره افغانستان دا توان پيدا کړي، چې په مسلکي او مسوولانه توګه په ګمرکونو کې شته چوپړ ته وده ورکړي.

هغه وويل چې په ګمرکونو کې د ښو خدمتونو په وړاندې کولو سره، د افغانستان ملي عوايد ډېروالى مومي او دا کار د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې هم مثبت بدلون راولي.

ده زياته کړه: ((د دې روزنيز مرکز جوړېدل په افغانستان کې د ګمرکونو د ودې په برخه کې د اروپايي ټولنې د هڅو ښکارندويي کوي، چې په پرانېستلو سره به يې د اروپايي ټولنې هغه ژمنه چې د افغانستان ګمرکي اداره به په يوه اغېزمنه او پرمخ تللې اداره باندې بدله کړي، حقيقت ومومي.))

ده وويل چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د مرستو موخه د افغانانو روزنه، د وړتياوو لوړول، د بنسټونو رغونه او د لازمو تجهيزاتو برابرول دي، ترڅو د افغانستان عوايد لوړ او د سرحدي مديريت سيستم په برخه کې سموالى راشي.

 په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر هم، د ګمرکونو د کارکوونکو د وړتياوو لوړېدل او په چارو کې د روڼتيا رامنځ ته کول، اړين وبلل.

 د ده په وينا، دا روزنيز مرکز به د ګمرکونو د کارکوونکو د وړتياوو په لوړولو، د عوايدو په ډېروالي او د افغانستان پرځان د بسيا کېدو په برخه کې مرسته وکړي.

 هغه وويل چې د ګمرکونو د ملي روزنيز مرکز جوړول د هغو ژمنو پر لور ګام دى، چې نړيوالې ټولنې په بن کنفرانس کې له افغانستان سره کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version