ميدان ښار (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩٠) : افغان او بهرني ځواکونه وايي، چې په ميدان وردګو کې يې د عملياتو په ترڅ کې ٩ وسلوال وژلي او ٦ مشکوک کسان يې نيولي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد نن د (ليندۍ په ٢٣مه) پژواک اژانس ته وويل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو تېره شپه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې٩ وسلوال ، چې د ماينونو په جوړولو او خښولو کې يې لاس درلود، وژلي او ٦ نور يې ژوندي نيولي دي.
د هغه په وينا، ګډو ځواکونو د سيداباد ولسوالۍ په افتاسياب سيمه کې د يوه راپور له مخې ياد وسلوال په نښه کړل.
نوموړى وايي، چې دغه وسلوال د ايساف ځواکونو په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له افغان ځواکونو سره يو ځاى يې تېره شپه په سيداباد ولسوالۍ کې ګزمه ترسره کوله، چې يوه ډله ماين خښوونکي يې په نښه کړل.
د سرچينې په وينا، چې دوى له خپل هوايي ځواک څخه مرسته وغوښته او پر ماين خښوونکو يې بريد ترسره کړ، چې له امله يې يادکسان ووژل شول او نور نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې د وژل شويو کسانو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو وايي، چې په دې بريدونو کې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن