ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نيمروز کې د سوداګرو او چلوونکو ستونزه د لنډ وخت لپاره حل شوه

19 Dec 2011 - 14:11
19 Dec 2011 - 14:11

کابل (پژواک ٢٨ ليندۍ٩٠): په نيمروز کې له ايران سره پر ګډه پوله د افغان سوداګرو شته ستونزه په موقت ډول حل او د چلوونکو اعتصاب پاى ته ورسېد.

دغه څرګندونې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزي د ليندۍ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د ده په وينا، ياده ستونزه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې شاوخوا اوه مياشتې مخکې د ايران حکومت يو رژيم وضع کړ، چې له ايران څخه افغانستان ته تلونکي موټر دې د نيمروز په بندر کې هم په بشپړ ډول چک شي.

هغه وويل، چې مخکې به افغانستان ته له سوداګريزو توکو بار راتلونکي موټر يواځې په بندر عباس کې په بشپړ ډول چک کېدل او په سرحدي پوله (نيمروز) کې به د اسنادو تر لېدو وروسته افغانستان ته واوښتل.

د الکوزي په وينا، په نيمروز کې د موټر چک د دې لامل شو، چې په ورځ کې يواځې ١٢٠ موټر له سرحدي پولې يو او بلې خوا ته تګ راتګ وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تر دې مخکې به په دې لاره د افغان سوداګرو شاوخوا ٥٠٠ موټرو هره ورځ تګ راتګ کاوه.

الکوزي وويل، چې د ايران له خوا وضع شوى رژيم د دې لامل شوى و، چې په تېرو شاوخوا ٧ مياشتو کې دواړو خواو ته شاوخوا پنځه زره بار وړونکي موټر تم پاتې شي.

د سرچينې په وينا، له دې امله، چې په ياد بندر کې موټر تر ډېرې مودې ايسار پاتې شوي و، يوه اونۍ مخکې دواړو خواوو ته د پاتې موټرو چلوونکو پر اعتصاب لاس پورې کړ.

خو الکوزى وايي، چې تېر ورځ ماښام د ايران حکومت اجازه ورکړه، چې موټر دې پرته له چک څخه له ياد بندره واوړي.

خو دى وايي، چې د ايران له خوا دغه اجازه د موقت وخت لپاره ورکړل شوې ده.

د هغه په وينا، دا نه ده معلومه، چې دغه لنډمهاله اجازه به د څومره وخت لپاره وي.

ده وويل، چې افغان حکومت او د سوداګرۍ او صنايعو خونه هڅه کوي، چې موټر د پخوا په څېر د نيمروز له بندر څخه د تل لپاره پرته له چک څخه تګ راتګ وکړي.

الکوزي وويل، په پام کې ده چې د سوداګرۍ خونې چارواکي د يادې ستونزې د دايمي حل په موخه نن د ايران سفارت له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اړتيا وړ توکو ٦٠ سلنه د ايران د بندر عباس له لارې هېواد ته راوړل کېږي.

د ده په وينا، د دغو توکو شاوخوا ٣٥ سلنه د نيمروز او پاتې نور يې د هرات له لارې هېواد ته راوړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له نږدې يوې اونۍ راهيسې د افغان سوداګرو ٥٠٠ له خوراکي توکو بار موټر په دې پلمه د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي، چې ګواکي د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي.

الکوزى وايي، چې له پاکستان سره ياده ستونزه تر اوسه همداسې پاتې ده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version