ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايران په مشروط ډول د افغانستان لاريو ته د تګ راتګ اجازه ورکړه

13 Oct 2012 - 16:10
13 Oct 2012 - 16:10

زرنج (پژواک ٢٢ تله ٩١): ايران په خپل سرحد کې له دوو اونيو تم کولو وروسته په مشروط ډول د افغانستان ترانزيټي موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.

د نيمروز ولايت د ګمرک چارواکو تېره اوونۍ ويلي وو، چې د تلې له څلورمې نېټې راپه دېخوا د بندرعباس او ورېښمو پله له لارې د سوداګريزو مالونو د واردولو په اړه يو لړ ستونزې رامنځته شوې او تر زر موټرو پورې افغانستان ته د واردېدو لپاره منتظر دي.

د هغوى په وينا، د ايران د پرېکړې له مخې، پر موټرو د غير ستندرد ټانکيو د لګولو له امله د تګ اجازه نه ورکول کېږي، چې دغې موضوع چلوونکي په غوسه کړي او د پولې دواړو خواوو ته يې لاريونونه پيل کړي دي.

خو يو شمېر موټر چلوونکي بيا وايي، چې ايران له پولې نه د تېرېدو لپاره شرط اېښى دى.

امان الله، چې سوداګريز مالونه له بندرعباس څخه نيمروز ته لېږدوي، پژواک ته وويل: “ايراني پوله ساتونکو زموږ پاسپورټ او شنه پاڼه (د تګ راتګ جواز) اخيستى دى او اجازه يې راکړه، چې خپل هېواد ته دننه شو.”

دغه چلوونکي، چې موټر يې ٢٠ ورځې د ايران په پوله کې ولاړ وو، زياته کړه چې سرحدي چارواکو شرط ايښى دى، چې ايران ته د ننوتو پر مهال يې بايد ټانکۍ معياري وي.

امان الله زياته کړه: “زه مجبور يم، چې په خپل موټر کې کوچنۍ ټانکۍ نصب کړم، له هغه پرته ايراني پوله ساتونکي زما پاسپورټ او شنه پاڼه نه راکوي او ايران ته د بېرته تلو مخه مې نيسي.”

هغه ومنله، چې د موټر ټانکۍ يې معياري نه ده او هغه د خپل موټر ټانکۍ بدله کړې وه، څو افغانستان ته زيات تېل راوړي.

نوموړي وويل، چې په افغانستان کې د تېلو بيه لوړه ده او هغوى په ايران کې په ټانکۍ کې دوه طرفه تېل اچول.

د نيمروز د ګمرک رييس الهام الدين مظهر وايي، چې ايران له دوو ورځو راپه دېخوا افغانستان ته د ترانزيټي موټرو د راتګ اجازه ورکړې ده او هره ورځ دغه ولايت ته ٢٤٠ موټر راځي.

هغه پژواک ته وويل، تر نن ورځې پورې له ٧٠٠ زيات موټر نيمروز ته راغلي دي، په داسې حال کې چې تېره اوونۍ له زرو څخه زيات موټر د ايران په پوله درول شوي وو.

خو مظهر زياته کړه، چې د موټرو ودرولو د نيمروز ګمرک ته زيات تاوان اړولى دى.

د هغه په وينا، ګمرک د ايران له خوا افغانستان ته د موټرو د راتګ د مخنيوي له امله هره ورځ له ١٥ څخه تر ١٨ ميليونه افغانيو پورې زيان ويني او د وسايطو په وارداتو کې هم له ٨٠ نه تر ٨٥ سلنې پورې کموالى راغلى وو.

د دې محاسبې له مخې، د نيمروز ګمرک د تلې له څلورمې نېټې موټرو ته د اجازې د ورکولو تر ورځې (د تلې ١٩مه) په منځني ډول څه باندې ٢٤٠ ميليونه افغانۍ زيان ليدلى دى.

د يادونې ده، چې تېره اوونۍ يو شمېر موټر چلوونکو ادعا کوله؛ له دې سره سره چې د موټرو ټانکۍ يې ستندرد دي، خو د ا يران سرحدي چارواکي هغوى بې دليله ودرولي او له هر موټر څخه يې پنځه سوه زره تومان، چې له لس زره افغانيو سره برابرېږي، رشوت اخيست.

ځينې سرچينې وايي، چې ايران د اضافي تېلو د واردولو لپاره مخنيوى کوي، ځکه چې له نړيوالو بنديزونو سره مخ دى.

همدارنګه د هرات ولايت د ګمرک چارواکو ويلي دي، چې پر ايران د امريکا د بنديزونو په سختېدو سره په دې ولايت کې هم ګمرکي عوايد کم شويدي.

د سرچينې په وينا، په هرات کې د ګمرکي د عوايد د کموالي نږدې ١٠ سلنه د ايران د تحريم پايله ده او دغه کمبود يو ميليارد او ٣٦٦ ميليونه افغانيو ته رسېږي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version