ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څارنوالانو د( رهبرۍ او مديريت) سيمينار پاى ته ورسېد

22 Dec 2011 - 18:51
22 Dec 2011 - 18:51

 کابل(پژواک دمرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): د اروپايي ټولنې پوليسو په داسې حال کې دټولو ولايتونو دڅارنواليو  رييسانو ته په کابل  کې رزونه ورکړه،چې يو شمېر رييسان مسلکي نه دي.

 د څارنواليو دې رييسانو ته ، د ښيې ادارې د رهبري کولو،د ظرفيت دلوړولو، دڅارنواليو دستونزو دهوارولو او د تجربو دشريک کولو په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

  د ولايتونو داستيناف  څارنواليو  د رييسانو لپاره د رهبرۍ او مديريت سيمينار،چې درې ورځې مخکې دلوى څارنوال، د لوى څارنوال د روزنيزو کمېټو غړو او د څارنواليو مرستيالانو په ګډون په کابل کې جوړ شوى و، نن پاى ته ورسېد.

 د لويې څارنوالۍ د روزنې دکمېټې غړې زرغونې (بره کي) پژواک خبري اژانس ته وويل،له دې امله چې په يو شمېر ولايتونو کې ځينې غيرمسلکي څارنوالان په دندو ګومارل شوي ، دداسې سيمينارونو جوړول په يوې ښيې او سالمې اداره کې د کيفيت د لوړولو په لار کې اړين دي.

  هغې زياته کړه،چې په ډېرو ولايتونو کې د ناامنيو له امله ،د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ دي او د يو شمېر ولايتونو رييسان د نامسلکيتوب له امله له کارکوونکو سره په چلند او د يوې سالمې ادارې په رهبرۍ نه پوهېږي او ترينه خبرهم نه دي.

 مېرمن بره کي زياته کړه،چې دوى ددې سيمينار په جوړېدو سره وتوانېدل،چې څارنوالانو ته د ادارې د رهبرۍ روزنه ورکړي ،دهغوى وړتياوې لوړې کړي او د مسلکي کسانو تجربې له هغوى سره شريکې کړي.

 په دې حال کې، يو شمېر څارنوالان د داسې سيمينارونو جوړېدل د کاري وړتيا په برخه کې ګټور بولي.

 د سرپل ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس عليم جان((عليم)) ،په ځينو ولايتونو کې د نامسلکي څارنوالانو شتون د قضيو دحل په لارکې تر ټولو ستره ننګونه بولي او وايي،  چې د ولايتونو څارنوالان دقضيو د حل ترڅنګ د ادارې د رهبري کولو مسووليت هم پرغاړه لري، چې په دې روزنې سره کولى شي د ادارې په رهبريت کې مثبت بدلون راولي.

 هغه وويل،چې په دې سيمينار کې د يوې ښې ادارې څرنگوالى، له کارکونکو او دڅارنوالۍ مراجعنيو سره د چلند روزنه ورکړل شوه

  عليم وويل: (( موږ دا روزنه هم ترلاسه کړه، له هغو کارکوونکو سره چې دکار وړتيا نه لري او له کار څخه اوږه تشوي ، څرنګه چلند ورسره وکړو ،چې هم يې حقوق تلف نه شي او هم هغوى خپل کار ته متوجه کړو.))

 خو يو شمېر نورڅارنوالان وايي،چې اوس هم ددوى په لار کې ځينې ستونزې شتون لري،چې بايد هوارې شي.

  دهرات ولايت دڅارنوالۍ مشرې ماريا بشير وويل: سره له دې چې په ولايتونو کې د څارنوالانو دستونزو دحل لپاره د لويې څارنوالۍ له لوري هڅې روانې دي، خو اوس هم په ولايتونو کې سترې ستونزې شتون لري.

 نوموړې،چې دهېواد په کچه  دڅارنوالۍ په رياستونو کې يواځينۍ ښځينه مشره ده، دکاري امکاناتو نشتون،د تشکيلاتو کمښت، د کاري وسايلو نشتون، انټرنټ ته نه لاسرسى، د ترانسپورټي وسايلو او د جرمونو او امنيتي مسايلو د پېداکولو لپاره  دمجهزو لابراتوارونو  کمښت هغه ننګونې وبللې ،چې تر اوسه نه دي هوارې شوي .

 د يادونې ده،چې په مدني او سوداګريزو چارو کې دلويې څارنوالۍ مرستيال عبدالوکيل اميني وايي، چې يه تېرو دوو کلونو کې يې دهېواد په کچه څه باندې ٣٦ زره څارنوالانو ته د وړتيا دلوړولو په  بېلابېلو برخو کې  روزنه ورکړې ده.

 

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version