کابل ښار (پژواک ٣ مرغومى ٩٠): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کندهار ولايت کې د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او په يو شمېر نورو ولايتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو په ګډون اته تنه نيول شوي دي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته را رسېدلې، راغلي، چې دغه شمېر وسله وال مخالفين د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د ملي پوليسو د تېرو ٢٤ساعتونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په عملياتو کې دوه نور مخالفين نيول شوي، يو ميل کلاشينکوف، څه باندې دوه زره د سپکې وسلې مرمۍ، ٢٣تومانچې، ١١ماينونه، يو لاسي بم، ٣٠١ کيلوګرامه نشه يي توکي، پنځه موټر او موټرسايکلونه هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
همدارنګه د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د وسايطو ضد درې کړۍ ماينونه، چې د مخالفينو له لوري د اروزګان په ترينکوټ ښار او د بغلان ولايت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د ورانکاره کړنو په موخه ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او شنډ کړل.
د سرچينې په وينا، پوليسو د دغه ولايت په خوشامند ولسوالۍ کې يو ماين خښوونکى د وسايطو ضد له ٨ کړۍ ماينونو او فيوزونو سره نيولى دى.
همدارنګه د کابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره ورځ يې څلور تنه د جنايي جرمونو، په ځانګړې توګه د الکولي مشروباتو د خرڅلاو او غلا په تور د کابل ښار د درېيمې، څلورمې او ديارلسمو ناحيو په مربوطاتو کې نيولي دي.
د دغه زون د قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پوليسو د کابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې ٢١ کيلوګرامه هيرويين کشف او ترلاسه کړي او د هغون د قاچاق په تور يې يو تن هم نيولى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن