ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج د راتلونکي زېږديز کال تر پايه پيلېږي

28 Dec 2011 - 16:18
28 Dec 2011 - 16:18

کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د افغانستان د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج به د راتلونکي زېږديز کال تر پايه پيل او تر دوو کلونو پورې به په هېواد کې د نفتو د تصفيې دستګاه هم فعاله شي.

په همدې موخه نن (د مرغومي ٧مه) د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) د مشر لو ګونګ شنګ (Lu Gong Xung) تر منځ درې تړونونه لاسليک شول.

له دې چينايي شرکت سره د “وطن ګروپ” په نوم يو افغاني شرکت هم شريک دى.

شهراني د تړونونو تر لاسليک وروسته وويل، چې د امو سيند حوزې د نفتو د اکتشاف او استخراج تړون، په افغانستان کې د نفتو د تصفيې د دستګاه لګولو تړون او د پروژې د پلي کولو پرمهال چاپېريال ساتنې ته د پاملرنې تړون، په يادو شويو درېيو تړونونو کې شامل دي.

د ده په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د نفتو په ياده شوې حوزه کې ۸۷ ميليونه بېرله نفت اټکل شوي دي؛ خو ښايي چې دغه کچه تر شوي اټکل څو برابره لوړه وي او هلته اوبلن ګاز هم شتون ولري.

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، د نفتو د دې حوزې ډېره برخه په سرپل او کمه برخه يې په فارياب ولايت کې موقعيت لري.

شهراني وايي، چې له ياد شوي شرکت سره د نفتو د استخراج او اکتشاف تړون د ٢٥ کلونو لپاره دى او دغه شرکت مکلفيت لري، چې په دې موده کې د چاپېريال پاک ساتلو ته هم اړينه پاملرنه ولري.

د ده په وينا، د شوي تړون له مخې به د چين د نفتو ملي شرکت له استخراج شويو نفتو څخه ۱۵ سلنه حق الامتياز او د افغانستان د قانون له مخې افغان دولت ته ماليه ورکوي.

دغه راز ده وويل، چې ياد شوى شرکت به د افغانستان دولت ته د پروژې له ګټې څخه ٧٠ سلنه او دغه راز د ځمکې د اجارې يوه اندازه پيسې ورکوي.

ده ونه ويل چې د اجارې پيسې به څومره وي.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د کانونو په برخه کې دا يوه لويه پروژه ده، چې په زرګونو افغانانو ته به په کې د کار زمينه برابره او د هېواد اقتصاد به ورسره پياوړى شي.

د ياد شوي چينايي شرکت مشر لوګونګ شنګ، د يادې پروژې د تړون لاسليک د افغانستان او چين ترمنځ د نږدې همکاريو يوه بېلګه وبلله.

د هغه په وينا، دغه شرکت په پام کې لري چې په ابتدايي پړاو کې په دې پروژه کې ٤٠٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

ده زياته کړه: ((خو دا چې دا يوه لويه پروژه ده، زموږ د پانګونې کچه به هم ډېره زياته شي، زه يې د کره کچې په اړه څه نه شم ويلى.))

د کانونو وزير وحيدالله شهراني وويل چې د چين، پاکستان، کاناډا، فرانسې او د امريکا هېوادونو اړوند ١٢ نړيوالو شرکتونو د امو سيند نفتي حوزې د استخراج او اکتشاف د پروژې د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنليکونه وزارت ته وړاندى کړي وو.

هغه وويل چې له دې شرکتونو څخه، شرايطو ته په پام سره د څلورو شرکتونو غوښتنليکونه ګومارل شوي کمېسيون ته وړاندې شول او تر ارزونې وروسته ياد شوى چينايي شرکت ګټونکى وپېژندل شو.

سرچينې زياته کړه، چې د دې پروژو د تړونونو ټول جزئيات به په پښتو، دري او انګريزي ژبو د کانونو وزارت د وېبپاڼې او چاپي رسنيو له لارې خپاره شي.

د يادونې وړ ده چې د ام سي سي په نوم يوې بلې چينايي کمپنۍ هم په افغانستان کې د (عينک د مسو کان) د استخراج او اکتشاف پروژه په ١٣٨٦ کال کې د ازاد رقابت له لارې ترلاسه کړې ده.

د مسو دغه کان چې ١٢ ميليونه ټنه مس په کې اټکل شوى، په نړۍ کې د مسو له لويو کانونو څخه شمېرل کېږي او ټاکل شوې ده، چې ياده شوې کمپنۍ په دې کان کې ٢،٨ ميليارده امريکايي ډالر پانګونه وکړي.

د مسو کان د يادې پروژې پر بنسټيزو چارو کار روان دى.

 يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د نفت او ګازو شپږ لويې حوزې د امو سيند د حوزې، د افغان تاجک د نفتي حوزې، د کشکه د نفتي حوزې، په هرات کې نفتي حوزې، د کټواز د نفتي حوزې او د هلمند د نفتي حوزې په نومونو شتون لري.

د شهراني په وينا، د کانونو وزارت په پام کې لري چې د افغان تاجک د نفتي حوزې څلور بلاکونه د راتلونکي زېږديز کال په دوهمه مياشت کې په امريکا کې پانګوالو ته وروپېژني او تر هغه وروسته يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

هغه وويل، په پام کې ده چې د ١٣٩١ کال په دوبي کې په هرات کې د (تيرپل) په نوم د نفتو حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دا مهال په افغانستان کې د نفتو استخراج نه شته.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version