ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور کاله وروسته به افغانستان د تېلو له پلوه پر ځان بسيا هېواد وي

1 Jan 2012 - 17:35
1 Jan 2012 - 17:35

کابل (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): تر ١٣٩٤ کال پورې به افغانستان نه يواځې د تېلو له پلوه پرځان بسيا هېواد وي، بلکې بهرنيو هېوادونو ته به هم د تېلو صادرات ولري.

 دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د مرغومي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان په کال کې څه باندې ٣ ميليونه ټنه تېلو ته اړتيا لري.

شهراني، د امو سيند د نفتي حوزې د استخراج او اکتشاف تړون د تېلو له پلوه د افغانستان د پر ځان بسيا کېدو لپاره يو ستر ګام وباله.

د دې پروژې تړون د روانې مياشتې (مرغومي) په ٧مه، د چين د نفتو ملي شرکت (CNCP) سره لاسليک شوى دى.

د شهراني په وينا، په پام کې ده چې ياد شوى شرکت د روان زېږديز کال تر پايه د امو سيند له حوزې څخه، چې ٨٧ ميليونه بېرله نفت په کې اټکل شوي دي، استخراج پېل کړي.

د ده په وينا، د شوي تړون له مخې به د چين د نفتو ملي شرکت له استخراج شويو نفتو څخه ۱۵ سلنه حق الامتياز او د پروژې له ترلاسه شوې ګټې څخه به ٢٠ سلنه ماليه افغان دولت ته ورکوي.

دغه راز ده وويل، چې ياد شوى شرکت به د افغانستان دولت ته پر ياده شوې ماليې او حق الامتياز سربېره د پروژې د خالصې ګټې ٧٠ سلنه هم افغان حکومت ته ورکوي.

هغه زياته کړه، چې په لومړيو پنځو کلونو کې له دې حوزې څخه استخراج کېدونکي نفت د افغانستان اړتيا نه شي پوره کولى؛ خو د تېلو له پلوه د پر ځان بسيا کېدو په موخه دغه وزارت نورې پروژې هم تر لاس لاندې لري.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د کانونو وزارت په پام کې لري چې د روان کال په پاى کې په هېواد کې له شته نفتي حوزو څخه د يوې سترې حوزې (افغان تاجک) څلور بلاکونه نړيوالو پانګه والو ته وروپېژني.

 دغه بلاکونو د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف او حيرتان ښار او جوزجان ولايت په اقچې ولسوالۍ کې موقعيت لري.

 شهراني په دې حوزه کې د نفتو د کچې په اړه کره شمېره وړاندې نه کړه؛ خو ويې ويل چې د افغان تاجک نفتي حوزه د امو سيند له نفتي حوزې څخه زيات نفت لري.

 د ده په وينا، د کانونو وزارت هڅه کوي چې د افغان تاجک د نفتي حوزې ياد شوي بلاکونه د ١٣٩١ کال په لومړيو کې نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

ده زياته کړه، په پام کې ده چې د ١٣٩١ کال په دوبي کې په هرات کې د (تيرپل) په نوم د نفتو حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې تر ١٣٩٣ کال پورې په دغه دوو نفتي حوزو کې هم استخراج عملاً پيل شي.))

ده وويل، چې د نفتي يادو شويو درېيو حوزو د نفتو په استخراج سره به تر ١٣٩٤ کال پورې د افغانستان د تېلو اړتيا له کورنيو توليداتو پوره شي او ترڅنګ به يې د پام وړ د نفتو صادرات هم ولري.

 خو هغه ونه ويل، چې افغانستان به تر ١٣٩٤ کال پورې څومره د تېلو صادرات ولري.

د ده په وينا، په پام کې ده چې تر دې وروسته د هېواد نورې تثبيت شوې نفتي حوزې (په هرات کې د کشکه نفتي حوزه، د کټواز نفتي حوزه او د هلمند نفتي حوزه) هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

بايد وويل شي، چې افغانستان خپل د اړتيا وړ تېل له نورو هېوادونو واردوي او دا چې دغه تېل له ګاونډيو هېوادونو واردېږي او يا هم له ګاونډيو هېوادونو څخه تېرېږي؛ نو کله ناکله په دې برخه کې ستونزې رامنځ ته کېږي، چې د تېلو په بيه ناوړه اغېز کوي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version