لښکرګاه (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت د موسى کلا ولسوالۍ د ټولنېزې شورا مشر د يوه وسله وال بريد په ترڅ كې له خپل زوى او لمسي سره ووژل شو.
د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په ٧مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازديګر مهال څلور بجې ولسوالۍ ته نږدې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د موسى كلا ولسوالۍ د ټولنېزې شورا مشر حاجي عـبدالباقي د ولسوالۍ له بازار څخه كور ته پر لاره و، چې د درېيو موټرسايكل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې.
د احمدي په وينا، د دغه بريد په پايله کې حاجي عبدالباقي او زوى يې د پېښې په ځاى كې ځاى پر ځاى وژل شوي او لمسي يې وروسته د سختو ټپونو له امله د ايساف په روغتون کې ساه ورکړه.
د والي وياند وايي، چې د دې پېښې په تړاو تر دې دمه څوك نه دي نيول شوي، خو پلټنې روانې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم د لښكرګاه د ښاروالۍ د ټولنيزې شورا يو غړى په ورته شان بريد کې وژل شوى و.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن